په کندهار کی د رایی ورکوونی پروسه د یو شمیر مسؤلینو په رایه ورکوونه سره را پیل سوه
نن شنبه د تلې یا میزان په شپږمه کندهار والی حیات الله حیات د یو شمیر مسؤلینو په ملتیا احمدشاه بابا عالی لیسې ته ولاړ او هلته یې د رایی په کارونی سره رسماَ یاده پروسه په کندهار کی راپیل کړه.
د رایی ورکوونی لپاره یاد مرکز ته زیات شمیر کسان راتلل، چی کندهار والی او مسؤلینو یې تود هرکلی او ښه راغلاست وایه او ورڅخه یې مننه کول، چی دا رایی ورکوونی په ملی حماسه کی ګډون کوی او د هیواد راتلوونکی پنځه کلونو لپاره جمهور رئیس ټاکی.
کندهار والی حیاتالله حیات د ټولو ولسونو څخه وغوښتل، چی په پراخه کچه ټاکنو کی ګډون وکړی او خپله رایه استعمال کړی؛ ځکه هره رایه د هېواد د برخلیک ټاکلو سبب ګرځی.
کندهار والی ښاریانو ته ډاډ ورکړ، چی په ښار کی ځانګړی امنیتی تدابیر، ترانسپورتی خدمات، د امبولانس اسانتیاوې او ریرزف قوتونه چمتو سوی، څو له کومی ننګونی پرته دغه ملی پروسه پای ته ورسېږی.
ښاغلی حیات د ټاکنیزو کمېسیونونو، د څار بنسټونو، ملی، امنیتی او دفاعی ځواکونو، مدنی فعالانو، خبریالانو او ولسونو څخه وغوښتل، چی د عادلانه او منصفانه برخورد په مرسته دی له دې ولایته دغه ملی پروسه بریالۍ کړی، څو کندهار د هېواد د سیاسی زړه په څېر خپل حیثیت ثابت کړی.
کندهار والی یادونه وکړه؛ دا ځل به په کندهار کی د رایې اچونې ۱۷۴ مرکزونه فعال وی، چی ټولو ته حساس او غیرحساس مواد رسېدلی او د احتمالی ستونزو او ننګونو لپاره هم پوره چمتووالی لری.
یاده دې وی، چی دا مهال د کندهار په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کی له کومی امنیتی ننګونې پرته رایه اچونه روانه ده.