کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهارکی د ۳۱ ماین چاودونو مخنیوی سوی

6 میزان 1398 ساعت 13:06

په کندهارکی د ۳۱ ماین چاودونو مخنیوی سوی


په کندهار کی د رایی ورکوونی پروسې د ګډوډولو په موخه د دښمن ۳۱ حلقې ځای پر ځای سوی ماینونه کشف او خنثی سول

په هغه خبرپاڼه کی ،چی د کندهار ولایت مقام څخه خپره سوې راغلی،چی ګډو امنیتی ځواکونو د تېری شپې ۱۱ بجو څخه تر نن سهار پورې د کندهار ښار په بېلابېلو ناحیو کی د دښمن ۳۱ حلقې ماینونه کشف کړل، چی اکثره یې خنثی او یو شمیر نورو ته یې امنیتی ځواکونو چاودنی ورکړې.
دښمن غوښتل، چی د ځای پر ځای سویو ماینونو په مرسته د ټاکنو پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړی او د خلکو په مینځ کی بیره خپره کړی خو زموږ زړورو امنیتی ځواکونو د دښمن پلانونه ور شنډ کړل او دمګړی په کندهار ښار او ولسوالیو کی د رایی ورکوونی پروسه په نورمال ډول مخته روانه ده.


د مطلب کود: 192266

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192266/په-کندهارکی-د-۳۱-ماین-چاودونو-مخنیوی-سوی

آوا
  https://www.avapress.com