دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۵
د مطلب کود : 192292
دولایتی شورا رئیس دخلګومننه وکړه،چی په یوشمېرمرکزونوکی یې دتخنیکی ستونزو باوجودخپله رایه وکارول
دولایتی شورا رئیس دخلګومننه وکړه،چی په یوشمېرمرکزونوکی یې دتخنیکی ستونزو باوجودخپله رایه وکارول
دکندهار دولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال چی درایی ورکونی لپاره دسید جمال الدین افغان عالی لیسې ته تللی وو وویل په ډیرو مرکزونو کی دتخنیکی ستونزو له امله دا ملی پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ وه خو بیایی هم دخلګو مننه وکړه چی درایی ورکړی لپاره راوتلی وه.
دولایتی شورا رئیس حاجی سیدجان خاکریزوال دعینو ښارګوټی د رایی ورکونی په مرکز کی دخپلی رایی دورکړی پرمهال په خبروکی درایی ورکوونکو دملی احساس څخه مننه وکړه
چی په ډلو ډلو د رایی ورکونی محلونو ته ځی او خپله رایه کاروی.
دولایتی شورا رئیس وویل په ډیرو مرکزونو کی هیڅ رایه نه ده اچول سوې او رایه ورکوونکی بیرته تللی په وینا یی چی په ځینو مرکزونو کی دټاکنو مامورین نسته اویاهم دبایمتریک سیسټم خراب وی.
خو ددې ستونزی باوجود یې دخلګو وغوښتل چی درایی ورکوونی په ملی حماسه کی ګډون وکړی اودهیواد لپاره رئیس جمهور وټاکی.
دولایتی شورا رئیس د امنیتی ځواکونو دسرښندونو هم مننه وکړه چی ددغی ورځی لپاره یې ځانګړی امنتی تدابیرنیولی.
همدارنګه دملی راډیو تلوېزون آمر نور الله نوری چی خپل نشراتی اودتخنیک کارمندانو یی ملتیاکول دټاکنو په ملی پروسه کی ګډون وکړ اوخپله رایی وکارول.
https://avapress.com/vdcaoun6u49nou1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته