دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 192293
دکندهارپه عینوښارګوټی او دامان ولسوالۍ کی خلګوپه ډاډه زړه دخپلی خوښی وړ نوماند ته رایه ورکړه
دکندهارپه عینوښارګوټی او دامان ولسوالۍ کی خلګوپه ډاډه زړه دخپلی خوښی وړ نوماند ته رایه ورکړه
د کندهار ګڼ شمېر خلکو، سپین ږیرو، مشرانو، ځوانانو او ښځو د شنبې په ورځ د کندهار په عینو مېنه او دامان ولسوالۍ کی د رایه ورکونی په مرکزونو کی رایه ورکړه.
خلک وایی، رایه یو ملی امانت دئ او د دغه ملی امانت د ښه سپارلو په موخه یې بېله بېری او وهم څخه په ډاډه زړه د خپلی خوښی وړ نوماند ته رایه ورکړه.
د مېزان ۶ په ټول هیواد کی د جمهوری ریاست لپاره د ټاکنو ورځ وه، په دغه مرکزونو کی څه کم اته بجې د رایی ورکونی بهیر د کندهار د عینو مېنی په سیدجمال الدین افغان عالی لېسه کی پیل سو، په لومړیو کی د بایمیټریک ستونزی وې، خو وروسته د مسؤلینو له لوری حل کړل سوې.
خلک وایی، په پیاوړې روحیه هوډ لری، څو د خپل هیواد د راتلونکو پنځو کلونو لپاره قوی رهبر او یو خوښوونکی جمهور رئیس وټاکی، دوی په یوه ښه هیله رایه ورکوی او وایی، چی د شفافیت اړوند هیڅ ستونزه نسته.
رایه ورکونکو هغه خبری اوازې وبللې، چی ګواکی د رایی ورکونی پروسه شفافه نه ده او جمهور رئیس د بهرنیانو لخوا ټاکل کېږی، مشران وایی، د دوی په رایه به راتلونکی جمهور رئیس ټاکل کېږی او وروسته به د هیواد د اساسی سولی او ثبات لپاره کار کوی.
د کندهار ښار ترڅنګ په دامان ولسوالۍ او یو شمېر نورو برخو کی هم د ښځو محلونه وه، مېرمنی وایی، نور نه غواړی، چی اولادونه یې شهیدان او یتیمان ور پاته سی، د دوی په قول له جنګه ستړی دی، جنګ نه غواړی او د امن لپاره سترګی په لاره دی.
https://avapress.com/vdcb95b8frhb95p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته