دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 192294
سپین بولدک ولسوالۍ کی په ډاډ منه امنیتی فضا کی دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره سوې
سپین بولدک ولسوالۍ کی په ډاډ منه امنیتی فضا کی دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره سوې
په دې ولسوالۍ کی هم په زیات شمېر رایه ورکونکی راوتلی وه او خپل د خوښی وړ نوماند ته ئې رایه ورکړل.
بولدک د کندهار یوه له هغه ولسوالیوڅخه ده، چی پکښی د رایی ورکولو لپاره تر ټولو ولسوالیو زیاته نوم لیکنه سوې وه.
په دې ولسوالۍ کی د نورو ولسوالیو په پرتله زیات رایه ورکونکی راوتلی وه او خپل د خوښی وړنوماند ته ئې رایه ورکړل.
رایه ورکونکی خوښ وه، چی په ډاډمنه امنیتی فضا کی ئې خپل د خوښی
وړکاندید ته رایه ورکړل، خو په دې پروسه کی ئې له موجوده ستونزو څخه شکایت کاوه.
بلخوا د دې ولسوالۍ ولسوال سیدعلی او د ټاکنو ولایتی کمېسیون استازی هم خوښ وه، چی په بولدک ولسوالۍ کی ئې د ټاکنو پروسه د ولس په پراخ ګډون په بریالیتوب پای ته ورسول.
هغوئ هم ومنل، چی په ولسوالۍ کی ئې د ټاکنیز بهیر په لړ کی ستونزی موجودی وې خو وایی، چی د حل لپاره ئې پر وخت اقدام کړی دی.
په ټوله کی د کندهار امنیتی ځواکونو په ښار او ولسوالیو کی د رایی ورکونکو لپاره کلک امنیتی تدابیر نیولی وه او دغه ملی بهیر ئې بیله کومی لوی امنیتی ستونزی پای ته ورسېدلی.
https://avapress.com/vdccoiqs02bqoi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته