کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سپین بولدک ولسوالۍ کی په ډاډ منه امنیتی فضا کی دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره سوې

7 میزان 1398 ساعت 10:05

سپین بولدک ولسوالۍ کی په ډاډ منه امنیتی فضا کی دجمهوری ریاست ټاکنی ترسره سوې


په دې ولسوالۍ کی هم په زیات شمېر رایه ورکونکی راوتلی وه او خپل د خوښی وړ نوماند ته ئې رایه ورکړل.
بولدک د کندهار یوه له هغه ولسوالیوڅخه ده، چی پکښی د رایی ورکولو لپاره تر ټولو ولسوالیو زیاته نوم لیکنه سوې وه.
په دې ولسوالۍ کی د نورو ولسوالیو په پرتله زیات رایه ورکونکی راوتلی وه او خپل د خوښی وړنوماند ته ئې رایه ورکړل.
رایه ورکونکی خوښ وه، چی په ډاډمنه امنیتی فضا کی ئې خپل د خوښی وړکاندید ته رایه ورکړل، خو په دې پروسه کی ئې له موجوده ستونزو څخه شکایت کاوه.
بلخوا د دې ولسوالۍ ولسوال سیدعلی او د ټاکنو ولایتی کمېسیون استازی هم خوښ وه، چی په بولدک ولسوالۍ کی ئې د ټاکنو پروسه د ولس په پراخ ګډون په بریالیتوب پای ته ورسول.
هغوئ هم ومنل، چی په ولسوالۍ کی ئې د ټاکنیز بهیر په لړ کی ستونزی موجودی وې خو وایی، چی د حل لپاره ئې پر وخت اقدام کړی دی.
په ټوله کی د کندهار امنیتی ځواکونو په ښار او ولسوالیو کی د رایی ورکونکو لپاره کلک امنیتی تدابیر نیولی وه او دغه ملی بهیر ئې بیله کومی لوی امنیتی ستونزی پای ته ورسېدلی.


د مطلب کود: 192294

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192294/سپین-بولدک-ولسوالۍ-کی-په-ډاډ-منه-امنیتی-فضا-دجمهوری-ریاست-ټاکنی-ترسره-سوې

آوا
  https://www.avapress.com