دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۹
د مطلب کود : 192295
دکندهار ولایتی مسؤلینو دیوې خبری ناستی پرمهال په بشپړه امنیتی فضاکی دجمهوری ریاست ټاکنو دترسره کیدوخبر ورکړ
کندهاروالی حیات الله حیات، د ټاکنو دخپلواک کمېسیون او دټاکنیزو شکایتو د اورېدوکمیسون ولایتی رئیسانو او نظامی مسؤلینو د یوې خبری ناستی پرمهال وویل، په کندهار کی د جمهوری ریاست د ټاکنو بهیر بیله کوم امنیتی خنډه په بریالبتوب سره ترسره سو.
کندهاروالی حیات الله حیات، د ټاکنو دخپلواک کمېسیون او دټاکنیزو شکایتو د اورېدوکمیسون ولایتی رئیسانو او نظامی مسؤلینو د یوې خبری ناستی پرمهال وویل، په کندهار کی د جمهوری ریاست د ټاکنو بهیر بیله کوم امنیتی خنډه په بریالبتوب سره ترسره سو.
کندهار والی په دغه برخه کی د امنیتی ځواکونو دسرښندو څخه دستاینی ترڅنګ  دټولو اوسیدونکو څخه مننه وکړه، چی دحماسې څخه ډک په دغه ملی ورځ راووتل او رایه یې ورکړه.
کندهاروالی حیات الله حیات دشنبې په ورځ ماځیکر ناوخته په ولایت مقام کی دیوې خبری غونډی پرمهال وویل، په کندهار کی ۱۷۴ مرکزونه په کندهار ښار او ولسوالیو کی د رایه ورکونکو پرمخ
پرانیستی وه، چی په ټولو مراکزو کی دسهار وختی څخه بیا ترماځیګر پنځو بجو پوری دخپل ځان، نظامی اوملکی ادارو دمسولینو ترڅنګ زرګونو نارینه اوښځینه وو هیوادوالو په ډاډمنه امنیتی فضا کی دخپلی خوښې وړ نوماند لپاره رایه وکارول.
کندهار والی په دغه برخه کی دشته ټولو افغان ملی امنیتی ځواکونو، دهڅو او کوښښونو ستاینه وکړه اوویل داټول ددوی دښه همږغۍ نتیجه وه، چی کومه داسی پیښه ونسوه، چی هغه دی دتشویش وړ وی.
د کندهار ټاکنو ولایتی رئیس ایمل عبدالله له تخنیکی اړخه دځینو ستونزو یادونه وکړه او وویل په ځینو انتخاباتی مرکزونو کی ستونزی موجودې وی، چی ترډېره یې پروخت حل کړې.
نوموړی وویل، د رایی ورکونی بهیر په خورا شفاف توګه ترسره سو، چی ماځیګر پنځه بجې یې سیسټم بسته کړ.
هغه دولایتی ادارې دمسولینو څخه مننه وکړه چی دټاکنو استقلالیت ته ژمن پاته سوه.
دټاکنو دخپلواک کمیسون ولایتی رئیس وویل د شاه جامع جماعت په مرکز یې چاودنه سوې وه چی دلږ ځنډ وروسته یی بیرته دغه مرکز دخلګو پرمخ پرانستی.
د کندهار امنیت امر پاسوال رحمت الله اطرافی د امنیتی ځواکونو په استازیتوب وویل لکه چی مو دکندهار اوسیدونکو دټاکنو دترسره کیدو په وخت ډاډ ورکړ ؤ، په عمل کښی مو ثابت کړ.
https://avapress.com/vdcdnx0fkyt0nx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته