دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 192305
د ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به د رأی ورکوونکو ابتدایی شمېر اعلان شی
د ټاکنو کمېسیون: ډېر ژر به د رأی ورکوونکو ابتدایی شمېر اعلان شی

د کمېسیون چارواکو ویلی،چې د تخنیکی ستونزو له امله نه شی ویلی چې څومره وګړو رأیه ورکړې ده.
په افغانستان کې د ټاکنو یوشمېر کورنیو څارونکو ادارو ویلی چې پرونی انتخابات د پخوا په پرتله شفاف وو، خو د خلکو ګډون کمزوری و.
د ازادو او عادلانه ټاکنو د ادارې فیفا مشر یوسف رشید وایی دوی اټکل کوی چې
دوه میلیونه کسانو به چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو او نومونه یې ثبت کړې وو، رأیې ورکړې وی.
یوسف رشید وویل،چی پرون ۴۰۰ انتخاباتی مرکزونه تړلی وو.
په افغانستان کې ۹ میلیونه او ۶۰۰ زره کسانو چې د رأی ورکولو په شرایطو برابر وو، نومونه ثبت کړی وو.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ ویلی چې که سترې ستونزې پېښې نه شی، د جمهوری ریاست د ټاکنو ابتدایی پایلې به د میزان په اووه ویشتمه اعلان سی.
https://avapress.com/vdcfx0dytw6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته