کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له امنیتی ګواښونو سره سره افغانستان کې انتخابات وسول

7 میزان 1398 ساعت 12:31

له امنیتی ګواښونو سره سره افغانستان کې انتخابات وسول


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون  (سپتمبر۲۸) مازدیګر پنځه بجې په ټول افغانستان کې رسماً د رای ورکولو د بهیر د پای ته رسېدو اعلان وکړ.​
 
افغان چارواکی‌ وایی له کومې لویې امنیتی پېښې پرته په ټول افغانستان کې د ولسمشریزې ټاکنې وشوې.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې په ټول افغانستان کې د ۴۹۴۲ مرکزونو له جملې یوازې ۳۷ مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوی و او په ۴۹۰۵ مرکزونو کې رای اچول شوی.
ټاکل شوې و، چې د رای اچونې بهیر پرون ماسپښین درې بجې پای ته رسېدلی وای، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته دغه بهیر د دوو نورو ساعتونو لپار وغځوه.
د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانی وویل، چې په ټول افغانستان کې د رای اچونې ۹۸ په سلو کې محلونه د رای ورکونکو پر مخ خلاص و او د ټاکنو کمېسیون ۹۹ سلنه کار کوونکو پکې حضور لاره.
نوموړې همدارنګه زیاته کړه، چې د رای ورکولو مرکزونو ته ۹۶ سلنه حساس او غیر حساس مواد رسېدلی و او ترڅنګ یې ۹۸ سلنه د بایومټریک دستګاو هم کار کاوه.
که څه هم تر دا مهاله په دغو ټاکنو کې د رای ورکوونکو کره شمېر معلوم نه دی، خو په مرکز او ولایتونو کې د امریکا غږ د خبریالانو د معلوماتو له‌مخې نسبت تېرو ټاکنو ته د خلکو ونډه کمرنګه وه.
په یادو ټاکنو کې د خلکو د ونډې کموالی تر ډېره د وسله والو مخالفینو لخوا امنیتی ګواښونه بلل کېدل.
د راپورونو له‌مخې په یو شمېر ولایتونو کې رای پاڼو د شمېرلو بهیر پیل شوی دی.


د مطلب کود: 192306

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192306/له-امنیتی-ګواښونو-سره-افغانستان-کې-انتخابات-وسول

آوا
  https://www.avapress.com