دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 192306
له امنیتی ګواښونو سره سره افغانستان کې انتخابات وسول
له امنیتی ګواښونو سره سره افغانستان کې انتخابات وسول
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون  (سپتمبر۲۸) مازدیګر پنځه بجې په ټول افغانستان کې رسماً د رای ورکولو د بهیر د پای ته رسېدو اعلان وکړ.​
 
افغان چارواکی‌ وایی له کومې لویې امنیتی پېښې پرته په ټول افغانستان کې د ولسمشریزې ټاکنې وشوې.
د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې په ټول افغانستان کې د ۴۹۴۲ مرکزونو له جملې یوازې ۳۷ مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوی و او په ۴۹۰۵ مرکزونو کې رای اچول شوی.
ټاکل شوې و، چې د رای اچونې بهیر پرون ماسپښین درې بجې پای ته رسېدلی وای، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته دغه بهیر د دوو نورو ساعتونو لپار وغځوه.
د
افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانی وویل، چې په ټول افغانستان کې د رای اچونې ۹۸ په سلو کې محلونه د رای ورکونکو پر مخ خلاص و او د ټاکنو کمېسیون ۹۹ سلنه کار کوونکو پکې حضور لاره.
نوموړې همدارنګه زیاته کړه، چې د رای ورکولو مرکزونو ته ۹۶ سلنه حساس او غیر حساس مواد رسېدلی و او ترڅنګ یې ۹۸ سلنه د بایومټریک دستګاو هم کار کاوه.
که څه هم تر دا مهاله په دغو ټاکنو کې د رای ورکوونکو کره شمېر معلوم نه دی، خو په مرکز او ولایتونو کې د امریکا غږ د خبریالانو د معلوماتو له‌مخې نسبت تېرو ټاکنو ته د خلکو ونډه کمرنګه وه.
په یادو ټاکنو کې د خلکو د ونډې کموالی تر ډېره د وسله والو مخالفینو لخوا امنیتی ګواښونه بلل کېدل.
د راپورونو له‌مخې په یو شمېر ولایتونو کې رای پاڼو د شمېرلو بهیر پیل شوی دی.
https://avapress.com/vdcgzx9q3ak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته