کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د رايې اچونې نیمو مرکزونو کې، د خلکو د ګډون اټکلیز ارقام شریک کړل

7 میزان 1398 ساعت 13:21


تیره شپه او د ټاکنو د رايه اچونې د بهیر له خلاصېدو ورسته، ټاکنو خپلواک کمېسیون د رایې اچونې نیمو مرکزونو کې د خلکو د ګډون په هکله اټکلیز شمېر خپور کړ.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د رایو ۲۵۹۷ مرکزنو څخه د رايه ورکوونکو اټکلیز شمېر ۱۵۱۹۹۸ کسانو ګډون ښودل شوی دی، د ټاکنو کمېسیون وویل چې دا شمېر اټکلیز دی، او د ټلفون له لارې د مرکزونو له مسؤلینو څخه اخیستل شوی دی.

کمېسیون همدا راز وویل چې د نن ورځې یکشنبې د ( تلې ۷ مه) تر پایه به د ټولو مرکزونو د رایې ورکوونکو شمېر مالوم او له خکلو سره شریک کړي.

تیره ورځ شنبه د ( تلې شپږمه) افغانستان کې د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې ترسره شوې، چې د خلکو ګدون پکې پیکه وښودل شو، کارپوهان د خلکو د کم شمېر ګډون په هکله وايي چې، تیرو پارلماني ټاکنو د خلکو باور پر کمېسیون کم کړی وو، ځګه هغه ټاکنې له درغلیو ډکې وې، بلې خوا د ټاکنو خپواک کمېسیون د تیرې ورځې تاکنې په اتلس کلونو کې بې سارې او رڼې یادوي. امنیتي ګواښونه هم د خلکو په نه ګډون تاثیر درلود، ځکه خلکو د رايې ورکولو پر وخت له امنیتي پېښو ډار درلود، که څه هم له ټاکنو مخکې امنیتی ادارو خلکو ته د امنیت د ټینګښت ډاد ورکړی وو.


د مطلب کود: 192311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192311/د-ټاکنو-خپلواک-کمېسیون-رايې-اچونې-نیمو-مرکزونو-کې-خلکو-ګډون-اټکلیز-ارقام-شریک-کړل

آوا
  https://www.avapress.com