دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 192312
د ډیورنډ کرښې په هکله د افغان دولت دريځ پر وړانډې، د پاکستان څرګندونې
د ډیورنډ کرښې په هکله د افغان دولت دريځ پر وړانډې، د پاکستان څرګندونې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي: تورخم  د نړیوالو قوانینو او معاهدو په رڼا کې د افغانستان او پاکستان رسمي او پېژندل شوی مرز دی.

تیره اونۍ د تورخم مرز د ۲۴ ساعتونو لپاره د پاکستان د صدراعظم په ګډون او یو شمېر افغان چارواکو په ګډون پرانیستل شو، چې له پرانیستې ورسته د خلکو او یو شمېر سیاسیونو له جدي غبرګون سره مخ شو.

د افغان وګړو او افغان سیاسسونو غبرګون هغه وخت راوپرېدو چې په لیکې لوحې تورخم د پاکستان او افغانسان رسمي سرحد لیکل شوی وو، چې لږ ځنډ ورسته افغان دولت هم غبرګون وښود او تورخم يې د افغانستان او پاکستان
رسمي مرز ونه بوله او زیاته يې کړه چې ډېورند د افغان حکومت لخوا په رسميت نه پېژندل کیږي او دا د حکومت له وسې لرې خبره ده.


اوس دپاکستان د بهرنیو چارو وزرات د افغانستان دغه دریځ نامسؤلانه ګڼي او وايي چې د نړیوالو قوانیونو په ړڼا کې تورخم د پاکستان او افغانستان رسمي مرز دي.

پاکستان د افغانستان دا ډول څرګندونې د افغان سولې لپاره په تاوان کې ګني، او وايي چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ترینګلتیا لامل ګرځي. دا په داسې حال کې ده  چې تیره اونۍ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په دې اړه جدي غبرګون وښود او د ډیورنډ په هکله يې خپله اندېښنه يې څرګنده کړه، ښاغلي کرزي د افغان حکومت په چارواکو نیوکه وکړه چې ولې يې په دغې پرانيست غونډه کې ګډون وکړ، کرزي وويل د افغان چارواکو ګډون په دې  مفهوم دی چې موږ ډیورنډ په رسمي ټوګه پېژندلی، هغه وویل د ډیورنډ منل له افغانو سره خیانت دی.
https://avapress.com/vdcdfx0fxyt0ns6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته