خوښ ديک ۰

غزني: بمبار کې شپږ ملکيان وژل شوي

غزني: بمبار کې شپږ ملکيان وژل شوي
د غزني خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي برید کې شپږ تنه ملکيان وژل شوي دي.
د خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه الوتکو د «ده حاجي» سيمه کې بمبار کړی، چې له امله يې شپږ ملکيان وژل شوي
د غزني خواجه عمري ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېره شپه په هوايي برید کې شپږ تنه ملکيان وژل شوي دي.
دي.
د سيمې خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه هم د والي د دفتر مخته د اعتراض په توګه راوړي او له حکومته د عدالت غوښتنه کوي.
اعتراض کوونکي خلک وايي، حکومتي عسکرو له دوی سره ناوړه چلند کړی، پر دوی يې ډزې کړي او اووه تنه يې ټپيان کړي دي، خو پوليس په دې اړه څه ويلو ډډه کوي.
ځايي خلک او د وژل شوو خلکو کورنۍ وايي، شپږ واړه کسان په بمبار کې وژل شوي، خو د غزني ولايت چارواکي ادعا کوي، چې کېدای شي دا خلک طالبانو وژلي وي.
یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۷
د مطلب کود: 192326 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *