خوښ ديک ۰

حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي

حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي
حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي
ه يمن کې د سعودي پر ضد جنګېدونکې وسله‌ واله ډله حوثي ملېشې وايي، د سعودي په جنوب کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال سلګونه سعودي عسکر وژلي او درې لېوا عسکر يې ژوندي نيولي، چې شمېر زرګونو ته رسېږي.
حوثيان وايي، د دغو ۷۲ ساعته عملياتو پر مهال يې د سعودي عسکرو پرېمانه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
د حوثيانو وياند يحيی سريع رسنيو ته ويلي، د سعودي په جنوب نجران سيمه کې يې له ۷۲ ساعته عملياتو وروسته سعودي عسکرو
حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي
ته پرېمانه مالي او ځاني زيان اړولی او زرګونه عسکر يې ژوندي نيولي دي.
يحيی سريع ادعا کړې، چې دغه نيول شوي عسکر به نن يکشنبه د حوثيانو پر «المسيرة» تلويزون هم وښودل شي.
د حوثيانو د سياسي شورا غړي محمد علي حوثي د سعودي چارواکو هغه څرګندونې رد کړي، چې له حوثيانو سره يې جزئي اوربند پيل کړی دی.
د حوثيانو ياد مشر زياته کړې، چې اوربند د روانې جګړې د مخنيوي اساسي اړتيا ده او سعودي بايد پر يمن خپله جګړه ودروي او د يمن محاصره هم پای ته ورسوي.
سعودي چارواکو تر اوسه د حوثي ملېشو د يادې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۳
د مطلب کود: 192329 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *