کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي

7 میزان 1398 ساعت 17:53

حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي


ه يمن کې د سعودي پر ضد جنګېدونکې وسله‌ واله ډله حوثي ملېشې وايي، د سعودي په جنوب کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال سلګونه سعودي عسکر وژلي او درې لېوا عسکر يې ژوندي نيولي، چې شمېر زرګونو ته رسېږي.
حوثيان وايي، د دغو ۷۲ ساعته عملياتو پر مهال يې د سعودي عسکرو پرېمانه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.
د حوثيانو وياند يحيی سريع رسنيو ته ويلي، د سعودي په جنوب نجران سيمه کې يې له ۷۲ ساعته عملياتو وروسته سعودي عسکرو ته پرېمانه مالي او ځاني زيان اړولی او زرګونه عسکر يې ژوندي نيولي دي.
يحيی سريع ادعا کړې، چې دغه نيول شوي عسکر به نن يکشنبه د حوثيانو پر «المسيرة» تلويزون هم وښودل شي.
د حوثيانو د سياسي شورا غړي محمد علي حوثي د سعودي چارواکو هغه څرګندونې رد کړي، چې له حوثيانو سره يې جزئي اوربند پيل کړی دی.
د حوثيانو ياد مشر زياته کړې، چې اوربند د روانې جګړې د مخنيوي اساسي اړتيا ده او سعودي بايد پر يمن خپله جګړه ودروي او د يمن محاصره هم پای ته ورسوي.
سعودي چارواکو تر اوسه د حوثي ملېشو د يادې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 192329

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192329/حوثي-ملېشې-زرګونه-سعودي-عسکر-مو-نيولي-او-سلګونه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com