کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده

8 میزان 1398 ساعت 10:41

دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده


د ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله زیاتوی، چی کندهارکی هم د جمهوری ریاست ټاکنی په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې او اوس مهال دوئ  مرکز ته د نتایجو پر استولو بوخت دی.

د کندهار ټاکنو ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله وایی د بولدک ولسوالۍ پرته نورو له ټولو ولسوالیو څخه د رایو صندقونه  ولایتی کمېسیون ته را انتقال سوی دی او کارکونکی ئې د نتایجو پر انتقال بوخت دی.
ایمل عبدالله وایی د بایومیتریک ماشینونو له لاری د ښځو عکس اخیستل په کندهار کی  د ښځو ونډه کمرنګه کړې وه.
دا د کندهار د ټاکنو ولایتی کمېسیون دی، چی له ښار او ولسوالیو څخه د رایو صندقونه راوړل سوی او کارکونکی ئې د بایومیتریک ماشینونو له لاری د استعمال سوو رایو نتجه د مرکزی کمېسیون ډاټابېس ته لېږی.
هغه وایی د کندهار په ۱۷۴ مرکزونو کی په تقریبی ډول دوه سوه زره کسانو رایه استعمال کړې ده.
د بایومیتریک ماشینونو ځینی تخنیکی ستونزی، د کارمندانو ناوخته راتګ او غیر حاضری او په مرکزونو کی د رایه ورکونکو د نومونو نه موجودیت هغه ستونزی وې، چی تېره ورځ کندهار کی رایه ورکونکو ځینی شکایت کاوه.


د مطلب کود: 192341

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192341/دکندهارټاکنو-ولایتی-کمېسیون-مسؤلین-دکندهارپه-تقریبی-ډول-دوه-لکه-کسانورایه-استعمال-کړې-ده

آوا
  https://www.avapress.com