دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 192342
د طالبانو له ګواښونو سره سره په ټاکنوکې د خلکو ګډون پراخ ؤ
د ارزګان والی: د طالبانو له ګواښونو سره سره په ټاکنوکې د خلکو ګډون پراخ ؤ
تیره شپه د ارزګان ولایتی او د ټاکنو کمېسیون مسؤلین د ولایت مقام کې راټول سوی وه ، ترڅو په دغه ولایت کې د ټاکنو د ورځی په تړاو له رسنیو سره معلومات شریک کړی.
د ارزګان والی وایې په دغه ولایت کې د طالبانو لخوا د توغندېزو بریدونو او ګواښونو سره سره بیا هم ولسونه د ټاکنو مرکزونو ته ولاړه او پراخ ګډون یې وکړ.
مسؤلینو دغه څرګندونې تیره شپه ناوخته د ټاکنو پروسې پای ته رسیدو وروسته په یوی خبری ناسته کې وکړی.
اسدالله سعید وایې که څه هم طالبانو د یادې پروسې ګډوډولو لپاره پر ښار یو شمېر توغندېز بریدونه وکړه او ملکیان یې په نښه کړه ، خو بیاهم د خلکو د پراخ ګډون مخنیوی یې ونه سو کړای.
والی طالبان د ملکیانو په وژنه تورن کړه او له خلکو یې مننه وکړه چې په هر ډول شرایطو کې یې په ټاکنو کې برخه واخیسته.
د ارزګان والی وویل په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو
کې ولسونه په پراخه کچه د ټاکنو مرکزونو ته ولاړه او په دغه ملی پروسه کې یې برخه واخیسته.
د ارزګان امنیه قوماندان وایې د ټاکنو په ورځ طالبانو پر مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ توغندېز بریدونه وکړه ، چې پکښی دری ملکیان شهیدان او اووه نور ټپیان سوی.
محمد خطاب خنجری طالبان له نظامیانو سره په مخامخ جګړه کې مات وباله او هغوی یې د ملکیانو په وژنه تورن کړه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتی مسؤل احمدشاه قانونی وایې د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې په ټول ولایت کې له څلور زرو څخه تر پنځو زرو پورې رایه اچونه سوی.
په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازو بیا د ارزګان د امنیتې ځواکونو او ولایتی مسؤلینو مننه وکړه ، چې خلکو ته یې د رایه اچونی زمینه برابره کړی وه ، دوی ارزګانی ولسونه هم وستایل چې په پراخ ګډون یې په دغه ملی پروسه کې برخه واخیسته.
اوس غوښتنې دا دې چې نوماندان دی د خلکو کارول سوو رایوو ته په درناوی هغه نوماند ته واک ورکړی چې تر ټولو ډیری رایی یې خپلی کړی دی.
https://avapress.com/vdcgtx9qxak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته