دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۵
د مطلب کود : 192343
ټاکنیزه پروسه په امن او پوره شفافیت سره ترسره سوه
د هلمند چارواکی: ټاکنیزه پروسه په امن او پوره شفافیت سره ترسره سوه
د هلمند امنیتی او ملکی مسئولین وایی: دې ولایت کی د دریو زرو امنیتی ځواکونو په حضور کی د ټاکنو پروسه پرته له کومی جدی امنیتی ستونزې ترسره سوه.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی : تر څو چی د ولسوالیو د ټاکنو شمیرې ورته نه وې رسېدلې ، دوی د رایو ارقام نه اعلانوی.
د هلمند په مرکز لښکرګا ښار او اتو ولسوالیو کی ۷۵ مرکزونه د رایې ورکولو لپاره پرانیستل سوې وه.
دې ولایت کی ۵ ولسوالۍ نا امنه وې او هلته هیڅ ټاکنیز مرکز نه دی پرانیستل سوی .
د هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان وایې پرونۍ ټاکنیزه پروسه په امن کی ترسره سوه ، او هیڅ ډول جدی امنیتی پېښی نه دې
رامنځ ته سوې.
دی ټاکنیزه پروسه شفافه او رڼه بولی او ووایی له ولسونو مننه کوې ، چی د ټاکنو لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړل.
تبره شپه د مرکز لښکرګا ښار ټاکنیزو مرکزونو رایې شمیرل سوی دی ، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی : لا تراوسه د ولسوالیو ارقام ورته نه دی رسیدلی او کله چی ورسیدل ، دوی به یی اعلان کړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس شبیراحمد حامد که څه هم منی ، چی د بایومیتریک ستونزې په یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو کې وې ، خو وایی په ټوله کی دا پروسه شفافه وه .
بل پلو هلمند کی د سرحدې ځواکونو قوماندان وایی : ټاکنیزه پروسه د دری زره ځواکونو په حضور او فعالیت سره ترسره سوه ، دی وایی د وسله والو طالبانو هغه ګواښونه یی ناکام کړه ، چی د ټاکنو پروسې د ناکامه کېدو په تړاو یی خپاره کړی ول.
https://avapress.com/vdchkinzx23nwxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته