کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند چارواکی:

ټاکنیزه پروسه په امن او پوره شفافیت سره ترسره سوه

8 میزان 1398 ساعت 11:05

د هلمند چارواکی: ټاکنیزه پروسه په امن او پوره شفافیت سره ترسره سوه


د هلمند امنیتی او ملکی مسئولین وایی: دې ولایت کی د دریو زرو امنیتی ځواکونو په حضور کی د ټاکنو پروسه پرته له کومی جدی امنیتی ستونزې ترسره سوه.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی : تر څو چی د ولسوالیو د ټاکنو شمیرې ورته نه وې رسېدلې ، دوی د رایو ارقام نه اعلانوی.
د هلمند په مرکز لښکرګا ښار او اتو ولسوالیو کی ۷۵ مرکزونه د رایې ورکولو لپاره پرانیستل سوې وه.
دې ولایت کی ۵ ولسوالۍ نا امنه وې او هلته هیڅ ټاکنیز مرکز نه دی پرانیستل سوی .
د هلمند والی تورن جنرال محمد یاسین خان وایې پرونۍ ټاکنیزه پروسه په امن کی ترسره سوه ، او هیڅ ډول جدی امنیتی پېښی نه دې رامنځ ته سوې.
دی ټاکنیزه پروسه شفافه او رڼه بولی او ووایی له ولسونو مننه کوې ، چی د ټاکنو لپاره د رایو مرکزونو ته ولاړل.
تبره شپه د مرکز لښکرګا ښار ټاکنیزو مرکزونو رایې شمیرل سوی دی ، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکی وایی : لا تراوسه د ولسوالیو ارقام ورته نه دی رسیدلی او کله چی ورسیدل ، دوی به یی اعلان کړی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس شبیراحمد حامد که څه هم منی ، چی د بایومیتریک ستونزې په یو شمېر ټاکنیزو مرکزونو کې وې ، خو وایی په ټوله کی دا پروسه شفافه وه .
بل پلو هلمند کی د سرحدې ځواکونو قوماندان وایی : ټاکنیزه پروسه د دری زره ځواکونو په حضور او فعالیت سره ترسره سوه ، دی وایی د وسله والو طالبانو هغه ګواښونه یی ناکام کړه ، چی د ټاکنو پروسې د ناکامه کېدو په تړاو یی خپاره کړی ول.


د مطلب کود: 192343

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192343/ټاکنیزه-پروسه-په-امن-او-پوره-شفافیت-سره-ترسره-سوه

آوا
  https://www.avapress.com