کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهارکی دښونځیو زده کوونکی درسی کتابونه نه لری

8 میزان 1398 ساعت 11:08

په کندهارکی دښونځیو زده کوونکی درسی کتابونه نه لری


زده کوونکی وایې داړوند وزارت څخه غوښتنه کوی چی دوی ته کتابونه چاپ او په واک کی ورکړی ترڅو په ښه ډول زده کړی ورکړی.
دکندهار دښونځیو هغه زده کوونکی، چی په اووم، اتم، نهم او لسم ټولګۍ کی زده کړی کوی ترنورو ډېر دکتابونو دنشتوالی سره مخ دی.
دوی دځینو مضامینو کتابونه نه لری او چی لری یې هغه ډېر زاړه او استهلاک سوی دی .
دپوهنی ریاست دعمومی زده کړو آمر محمد طاهر ایوبی هم منی، چی زده کونکی یې دکتابونو دکمښت سره مخ دی خو وایې دجبران له پاره پر چپټرانو او نوټ بوکونو کارکوی . ایوبی وایې کندهارکی دزده کوونکو دوه میلونه جلده کتابونو کم دی .
په ورته وخت کی زده کوونکی هم کتابونو ته ددوی نه پاملرنه یوه ستونزه بولی او پر نورو ټولګۍ والو هم ږغ  کوی چی خپل کتابونه وساتی  ترڅو دېره استفاده تری وسی.
کندهار کی زده کوونکی پرداسی مهال دکتابونو دکمښت څخه سرټکوی، چی دپوهنی ریاست وایی سږکال دپلان له مخی پنځوس زره نوی زده کوونکی ښونځیوته جذبوی


د مطلب کود: 192344

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192344/په-کندهارکی-دښونځیو-زده-کوونکی-درسی-کتابونه-نه-لری

آوا
  https://www.avapress.com