دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۸
د مطلب کود : 192351
دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:

دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده

دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده
دکندهارټاکنو ولایتی کمېسیون مسؤلین:دکندهارپه تقریبی ډول دوه لکه کسانورایه استعمال کړې ده
د ولایتی کمېسیون رئیس ایمل عبدالله زیاتوی، چی کندهارکی هم د جمهوری ریاست ټاکنی په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې او اوس مهال دوئ  مرکز ته د نتایجو پر استولو بوخت دی.
دا د کندهار د ټاکنو ولایتی کمېسیون دی، چی له ښار او ولسوالیو څخه د رایو صندقونه راوړل سوی او کارکونکی ئې د بایومیتریک ماشینونو له لاری د استعمال سوو رایو نتجه د مرکزی کمېسیون ډاټابېس ته لېږی.
د کندهار ټاکنو ولایتی کمېسیون
رئیس ایمل عبدالله وایی د بولدک ولسوالۍ پرته نورو له ټولو ولسوالیو څخه د رایو صندقونه  ولایتی کمېسیون ته را انتقال سوی دی او کارکونکی ئې د نتایجو پر انتقال بوخت دی.
هغه وایی د کندهار په ۱۷۴ مرکزونو کی په تقریبی ډول دوه سوه زره کسانو رایه استعمال کړې ده.
ایمل عبدالله وایی د بایومیتریک ماشینونو له لاری د ښځو عکس اخیستل په کندهار کی  د ښځو ونډه کمرنګه کړې وه.
د بایومیتریک ماشینونو ځینی تخنیکی ستونزی، د کارمندانو ناوخته راتګ او غیر حاضری او په مرکزونو کی د رایه ورکونکو د نومونو نه موجودیت هغه ستونزی وې، چی تېره ورځ کندهار کی رایه ورکونکو ځینی شکایت کاوه.
https://avapress.com/vdcgnx9qqak9yw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته