کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تخار کې هوايي برید ۱۶ اربکيان وژلي

8 میزان 1398 ساعت 14:38


د تخار ولايت چارواکي وايي، په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پاڅوونکو اربکيانو باندې بمبار شوی او دوی يې په اړه پلټنې کوي.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،چارواکو د وژل شوو کسانو د کره شمېر په اړه له څه ويلو ډډه کړې، خو د تخار ولايت يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته منلې، چې په دغه هوايي برید کې دېرش اربکيان وژل شوي دي.
د تخار ولايت وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي، تېره شپه پاو کم څلور بجې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په تېروتنه پر دولت پلوو پاڅونوالو بمبار شوی او د پېښې پلټنې لپاره سيمې ته پلاوی لېږل شوی دی.
د ولايت وياند وايي، د برید هدف طالبان وو، خو په تېروتنه په کې ځايي پاڅونوال په نښه شوي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه، چې برید دولتي الوتکو کړی، که بهرنيانو.
دا بريد په داسې حال کې شوی، چې بهارک ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې، هلته اوس هم د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده او د تخار ولايت مرکز تالقان ښار هم د طالبانو له لوري محاصره دی.
طالبانو د تالقان ښار پر شاوخوا پراخ بریدونه پيل کړي او چارواکي وايي، که بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، ښايي تالقان ښار د طالبانو پر لاسو سقوط شي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


د مطلب کود: 192353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192353/تخار-کې-هوايي-برید-۱۶-اربکيان-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com