دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 192362
سوريه: امريکايي او ترکي پوځيان دې ژر تر ژره زموږ له خاورې ووځي
سوريه: امريکايي او ترکي پوځيان دې ژر تر ژره زموږ له خاورې ووځي
روسي پوځيان او د ایران ملېشې په سوريه کې د ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ جګړې کوي، خو وليد المعلم د هغو په اړه څه نه دي ويلي.
د سوريې د بهرنيو چارو وزير د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال وويل:«زموږ پر خاوره د یرغلګرو پوځيانو شتون تېری او له نړیوالو اصولو سرغړونه ده او که دغه پوځيان ژر تر ژره له سوريې
ونه وځي، موږ به اړ يو، چې پر ضد يې پوځي ګام پورته کړو.
د يادونې وړ ده، چې امريکا په سوريه کې د داعش ضد جګړو لپاره زر پوځيان لري چې د داعش او نورو ډلو پر ضد جنګيږي.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېر کال په ديسمبر مياشت کې پرېکړه وکړه، چې خپل پوځيان به له سوريې وباسي، خو نورو جنرالانو او د کانګريس غړو نوموړی د خپلې پرېکړې بدلولو ته قانع کړ.
همدارنګه ترکيې هم د سوريې په شمال کې د کردي ملېشو د ځپلو لپاره خپل پوځيان ځای پر ځای کړي دي.
https://avapress.com/vdciqrazrt1a3p2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته