دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۱۰
د مطلب کود : 192365
د طالبانو بل مشر د پآکستانی پوځ روغتون کې مړ شو
د کویټې د کوچلاک په یو جومات کې د اګست په ۱۷مه نېټه چاودنه وشوه، د طالبانو مشر ملا هیبت الله د دې جومات خطیب و، کلونه یې دې جومات کې امامت کو او یو ځانمرګی د جمعې د لمانځه پرمهال دې جومات کې د طالبانو رهبری په نښه کړه.
که څه هم طالبانو پټه کړه چې ملا هیبت الله د چاودنې پرمهال جومات کې نه و او ورور یې په دې چاودنه کې وژل شوی او څور نور کسان ټپیان و، خو اوس مالومه شوه چې ملا هیبت الله په دې چاودنه کې سخت ټپی شوی و، د پاکستان د پوځ په یو روغتون کې تر درملنې لاندې و او څو ورځې مخکې یې ساه ورکړې ده.
د کره او موثقو سرچینو له قوله لیکلی ځینو رسنیو چې د طالبانو مشر د پاکستان په یوه پوځی روغتون کې چې کوېټې ښار ته نېږدې موقعیت لری د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د ملا هیبت الله د ټپی کیدو خبر د پاکستان حکومت ځکه پټ ساتلی و چې افغانستان کې د طالبانو په مورال باندې اغیز و نه کړی، له یوې خوا د سولې خبرې روانې وې او له بلې خوا ولسمشریزه ټاکنې وې او پاکستان نه غوښتل چې داسې وخت کې دا خبر خپور کړی چې ولسمشریزه ټاکنو ته چمتووالی روان و.
پاکستان پوځ او طالبانو دا خبر له دې کبله پټ وساته چې داسې نه شی د طالبانو تر منځ بیا د مشرۍ پر سر جنجال راپورته شی او جګړه کې تفرقه راپورته او د ولسمشرۍ ټاکنو پروسه بریالۍ شی، ځکه د پاکستان
ټول تمرکز په ولسمشریزو ټاکنو و او داسې یو وخت کې د خبر خپرول د وسله والو طالبانو جنګیالیو کې جنجال راپورته کولی شو.

د کوچلاک په چاودنه کې وسله والو طالبانو د ملا هبت الله د کوچنی ورور حافظ احمدالله او څلورو نورو د وژل کیدو او د شلو کسان د ټپی کیدو خبر ورکړی و او دا یې پټه کړې وه چې ملا هیبت الله هم جومات کې و او سخت ټپی شوی دی.
طالبانو د پاکستان په دستور هڅه کړې چې د ملا هبت الله مرګ د دوی د پخوانی مشر ملا عمر د مرګ په څېر پټ وساتل شی، تر څو د طالبانو ډلې د پاشل کیدو مخه ونیول شی.
د افغانستان د جمهوری ریاست له ټاکنو وړاندې وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډیدو ګواښ کړی و، چې ځینو طالبانو بیا د دغه پرېکړې سره مخالفت ښودلی و او خپلو جنګیالیو ته یې امر کړی و چې د ټاکنو په وړاندې خنډ نه شی.
د ټاکنو په تړاو د وسله والو طالبانو دغه دوه ګونی دریځ په ډاګه کوی چې دوی په خپلمنځی اختلاف کې واقع دی او ریښتیا هم دغه ډلې خپل مشر له لاسه ورکړی دی.
طالبانو له خپلو جنګیالیو د ملا عمر خبر هم پټ ساتلی و او بیا څو میاشتې وروسته چې هغه خاورو ته سپارل شوی و، د خپل مشر خبر خپور کړ، دا خبر داسې مهال خپور شو چې ملا منصور باندې ای ایس ای پریکړه کړې وه چې مشری وکړی، ملا منصور ای ایس ای ته وفاداره کس و.
کله چې ملا منصور د امریکا بې پیلوټه الوتکې برید کې ووژل شو، پاکستان بیا د یو بل مشر په لټه کې شو او ملا هیبت الله یې د طالب جنګیالیو د قومندانانو له مشورې پرته پرې مشر وټاکه چې جنجالونه پرې هم راپورته شول.
پاکستان اوس د ملا هیبت الله له مړینې وروسته د یو بل داسې کس په لټه کې ده چې د پاکستان ګټو ته وفاداره وی، دا مشر به هم د جنګی طالبانو په خوښه نه وی او هغه څوک به مشر کیږی چې د پاکستان څارګره اداره یې وغواړی.
تراوسه طالبان او پاکستان د بل مشر په ټاکلو هوکړې ته نه دی رسیدلی، نو ځکه د هیبت الله د مړینې خبر نه تاییدوی.
https://avapress.com/vdcb05b8srhb9fp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته