دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۳۳
د مطلب کود : 192369
هلمندکی یوشمیر بڼوال وایی د انارو حاصلاتو یې مرضونه کړی
هلمندکی یوشمیر بڼوال وایی د انارو حاصلاتو یې مرضونه کړی
د هلمند بڼوال وایی: دې ولایت کی د انارو یو شمیر باغونه له مرضونو سره مخ سوی، چی د حاصلاتو پرکچه او خوند یی تاثیر کړی دی.
د هلمند د کرنی رئیس که څه هم په ځینو باغونو کی مرضونه منی، خو وایی سږ کال به تر څلیرویشت زره میټریک ټنه ډیر د انارو حاصلات ترلاسه سی.
مسئولین وایی:  د هلمند له مارکیټه هره ورځ له پنځوسو تر اتیا ټنه انار کابل او نورو ولایاتو ته صادریږی.
پداسی حال کی ده، چی د هلمند د کرنی ریاست سږ کال دې ولایت کی د انارو د خورا زیاتو حاصلاتو د ترلاسه کولو خبر ورکوی، خو د دې ولایت یو شمېر بڼوال له خپلو حاصلاتو راضی نه دی.
دوی وایی: باغونو یی په تېرو کلونو کی له څلورو تر پنځو ټنو انارو حاصل مارکېټ ته وړاندی کاوه ، مګر سږ
یی مرضونو د انارو پر حاصل او خوند ناوړه اغیز کړی دی.
د کرنی رئیس زلمی الکو په ځینو باغونو کی د امراضو شتون منی، دی یی لامل نامنظمې ابیارۍ ، د بڼوالو نه پوهاوی ، او د مچ ناروغی ګڼی ، چی د ده په قول پدې اړه یی اقدام کړی دی.
الکو وایی: سږ کال به هلمند کی ۲۴۴۶۵ میټریک ټنه د انارو حاصلات تر لاسه سی.
د کرنی رئیس وایی هلمند کی پر یوولس زره پنځه شپېته هکتاره مځکه د اناروباغونه سته، چی لس بیلابیل ډولونه یې د هلمند له هوا سره پوره توافق لری.
دی وایی همدا سږ کال پلان لری، چی له پنځه تر اته سوه د انارو نوې باغونه جوړ کړی.
د کرنی ریاست وایی: د خصوصی سکتور سره په ګډه یی اته سوه زره ډول ، ډول میوه لرونکی نیالګی چمتو کړی او پر کرونده ګرو به یی وویشی.
مسئولین وایی : هره ورځ له پنځوس تر اتیا ټنه د هلمند انار کابل او د هیواد نورو ولایاتو ته صادریږی.
https://avapress.com/vdcfv0dy1w6d1ma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته