دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 192381
کندهارکی اوس هم ځینو معاینه خانوکی په کسبی توګه دغاښونو تداوی کیږی
کندهارکی اوس هم ځینو معاینه خانوکی په کسبی توګه دغاښونو تداوی کیږی
که څه هم، چی دنورو علومو ترڅنګ دطب په برخه کی هم زیاتو ځوانانو بیلابیلو رشتو کی مسلکی زده کړی کړی خو لاهم دغاښونو په برخه کی داسی کسان چی په کسبی توګه یې دغاښونو دجوړېدلو پوهه ترلاسه کړې دناروغانوغاښونه تداوی کوی.
خود عامی روغتیا مسئولین وایی چی تېره میاشت یې د یوې سروې له مخی د هغه ډاکترانو د نه فعالیت ژمنی اخیستی چی خپل سری معاینه خانې یې خلاصی کړی وې.
کندهارښارکی زیات شمیر دغاښونو کلینکونه فعالیت کوی، چی دناروغانو له پاره یې ددرملنی اسانتیا برابره کړې خو ځینی یې داسی هم دی، چی تداوی کونکی یې مسلکی ډاکټران نه دی یایې په کسبی توګه دغاښ جوړونی هنر زده کړی او یایې زده کړی بشپړی کړی نه وی خو فعالیت کوی.
دغیری مسلکی کسانو دغه ډول فعالیت دانه چی دناروغ تداوی ناممکنه کوی بلکی دخلګو پراقتصادی وضعیت هم منفی تاثیر لری.
هغه کسان چی غیری مسلکی ډاکترانو یې د غاښونو خرابه تداوی کړې وایی چی د عامی روغتیا ریاست باید د ښار په داخل او ولسوالیو کی د هغه کسانو مخه ونیسی چی هغوی خپل
سری د غاښونو جوړولو معاینه خانې پرانستی دی.
د غاښونو مسلکی ډاکتران رحمت الله حبیب او سلیمان بشارت وایی غاښونه د هضمی سیستم لومړی او تر ټولو مهمه برخه ده چی ساتل او ښه تداوی یې د بدن نور داخله امراض کنټرولوی ځکه نو باید زیات پام ورته وسی .
دوی وایې ددی کار دمخنیوی له پاره اړینه ده دعامی روغتیا ریاست او مربوطه ادارې دعامه پوهاوی تر څنګ دپخوا اواوسنیو ډاکترانو لپاره د نوی او عصری تکنالوژی څخه د کار اخیستلو روزنیزپروګرامونه دایر کړی
د عامی روغتیا رئیس ډاکتر عبدالقیوم پخلا هم په ښار او ولسوالیو کی دغیری مسلکی غاښ جوړونکو فعالیت منی خو وایې دمخنیوی له پاره یې پر کراره نه دی کښینستلی .
ښاغلی پخلا وایی چی تېره میاشت یې ټول هغه غیری مسلکی ډاکتران چی د غاښونو د امراضو په برخه کی یې فعالیت تر سره کوی معاینه خانی تړلی او د عدم فعالیت ژمنه یې ځینی اخیستې ده .
د غاښونو د تداوی په برخه کی د دغیری مسلکی ډاکټرانو فعالیت او په تداوی کی دعصری ټکنالوژی او طبی وسایلو څخه نه اسفاده ددی سبب سوی، چی لاهم کندهارکی دناروغې دغه اسانه ډول یوه ستونزه پاته سی  او آن دتداوی له پاره یې ناروغان بهرنیو هیوادونو ته ولاړ سی.
https://avapress.com/vdcjo8evvuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته