کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهاروالی دپوهنی په برخه کی د ژړۍ ولسوالۍ ځوانانوشورا هڅی وستایلې

9 میزان 1398 ساعت 11:41

کندهاروالی دپوهنی په برخه کی د ژړۍ ولسوالۍ ځوانانوشورا هڅی وستایلې


کندهار والی وایی، ولایتی اداره د ښار‌ د ځوانانو ترڅنګ د ولسوالیو د ځوانانو فعالیتونه هم ستایی.
کندهار والی حیات‌الله حیات ولایت مقام کی د پوهنی په شمول په بېلابېلو برخو کی د ژړۍ ولسوالۍ ځوانانو شورا هڅی او لاسته راوړنی وستایلې.
د دې لیدنی پر مهال د یادی شورا رئیس شبیراحمد خپلواک وویل؛ د دوی شورا د پوهنی، لوړو‌زده کړو ته د ځوانانو د هڅولو، سپورټ، عامه کتابتون په جوړولو، د معارف د ودی په موخه رضاکاره کمپاینونو او بېلابېلو برخو کی ښی لاسته راوړنی لری او د ټولنی د سالمی روزنی په موخه یې نه ستړې کېدوونکی هلې ځلې کړی دی.
خپلواک زیاته کړه؛ چی د اړتیا او اصولو مطابق یې د ټولنی د پرمختګ په موخه خدمات وړاندې کړی او په دې برخه کی بریالی روان دی.
کندهار والی نوموړی ته د ستاینلیک په ورکولو سره د یادی شورا هڅی وستایلې او د ټولنی د پرمختګ لپاره یې رضاکارانه کمپاینونه او سیمه‌ییز فعالیتونه مهم وبلل.
د ښاغلی حیات په وینا: ولایتی ادارې د هڅونی په برخه کی د ښار د ځوانانو په شمول د ولسوالیو ځوانان او د دوی فعالیتونه له پامه نه دی غورځولی او هر وخت یې په سیمه‌ییزو مسایلو کی دوی دخیل کړی دی.
ښاغلی حیات د ټولنی د بدلون او بقا لپاره د ځوانانو کړنی او فعالیتونه مهم وبلل او د هغوی د تشویق او همکارۍ په برخه کی یې پوره ډاد څرګند کړ.
کندهار والی په داسې حال کی د پوهنی په برخه کی د ځوانانو هڅی ستایی، چی په دی وروستیو کی د معارف د اصلاح لپاره جدی اقدامات ترسره کړی دی.


د مطلب کود: 192382

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192382/کندهاروالی-دپوهنی-په-برخه-کی-د-ژړۍ-ولسوالۍ-ځوانانوشورا-هڅی-وستایلې

آوا
  https://www.avapress.com