خوښ ديک ۰

کندهار والی د معمول سره سم د عامو خلکو حقوقی ستونزی واوریدې

کندهار والی د معمول سره سم د عامو خلکو حقوقی ستونزی واوریدې
د دوشنبې په ورځ کندهار والی حیات‌ الله حیات په ولایت مقام کی د عامو خلکو سره په مخامخ ډول ولیدل او د دوی حقوقی ستونزی یې له نژدې واوریدې.
د عامو خلکو د ستونزو شریکولو پر مهال د عدلیې، استیناف څارنوالۍ، ښاروالۍ، کډوالو چارو، ښار، کور جوړولو او اراضۍ ریاستونو مسؤلینو او استازو هم ګډون درلود.
په لیدنه کی
کندهار والی د معمول سره سم د عامو خلکو حقوقی ستونزی واوریدې
عامو خلګو خپلی حقوقی ستونزی دکندهار والی سره په مخامخ ډول شریکی کړې او د ستونزو د حل په برخه کی یې له نوموړی څخه د همکاریو غوښتنه وکړه، چی کندهار والی یې ستونزی اړوند مسؤلینو ته راجع او دعاجل اجراتو لارښوونه یې  ورته وکړل.
همداراز ښاغلی حیات ډاډ څرګند کړ، چی د ولایتی ادارې دروازه د عامو اوسېدونکو پرمخ خلاصه ده او هر څوک کولای سی، چی بې له شرطه خپلی ستونزی تر ولایتی ادارې راورسوی او د حل په موخه به یې عاجل اقدام کیږی.
سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
د مطلب کود: 192383 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *