کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار والی د معمول سره سم د عامو خلکو حقوقی ستونزی واوریدې

9 میزان 1398 ساعت 11:45


د دوشنبې په ورځ کندهار والی حیات‌ الله حیات په ولایت مقام کی د عامو خلکو سره په مخامخ ډول ولیدل او د دوی حقوقی ستونزی یې له نژدې واوریدې.
د عامو خلکو د ستونزو شریکولو پر مهال د عدلیې، استیناف څارنوالۍ، ښاروالۍ، کډوالو چارو، ښار، کور جوړولو او اراضۍ ریاستونو مسؤلینو او استازو هم ګډون درلود.
په لیدنه کی عامو خلګو خپلی حقوقی ستونزی دکندهار والی سره په مخامخ ډول شریکی کړې او د ستونزو د حل په برخه کی یې له نوموړی څخه د همکاریو غوښتنه وکړه، چی کندهار والی یې ستونزی اړوند مسؤلینو ته راجع او دعاجل اجراتو لارښوونه یې  ورته وکړل.
همداراز ښاغلی حیات ډاډ څرګند کړ، چی د ولایتی ادارې دروازه د عامو اوسېدونکو پرمخ خلاصه ده او هر څوک کولای سی، چی بې له شرطه خپلی ستونزی تر ولایتی ادارې راورسوی او د حل په موخه به یې عاجل اقدام کیږی.


د مطلب کود: 192383

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192383/کندهار-والی-د-معمول-سره-سم-عامو-خلکو-حقوقی-ستونزی-واوریدې

آوا
  https://www.avapress.com