کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران:

سعودي ولسمشر روحاني ته سوله ييز پيغامونه رالېږلي

9 میزان 1398 ساعت 12:17

ایران: سعودي ولسمشر روحاني ته سوله ييز پيغامونه رالېږلي


د ایران حکومت وایي، د سعودي حکومت د نړۍ د ګڼو مشرانو په واسطه ولسمشر حسن روحاني ته د سولې پيغامونه رالېږلي دي.
د ایران د حکومت وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تهران او رياض اړيکې ترينګلې دي.
رويټرز خبري اژانس د ایراني حکومت د وياند علي ربيعي له قوله ليکلي، سعودي حکومت د ولسمشر روحاني په نوم د يو شمېر نړيوالو مشرانو په واسطه د سولې پيغامونه لېږلي دي.
علي ربيعي زياته کړې، «که سعودي په رښتيا هم په خپل دريځ کې بدلون راولي، نو ایران يې هرکلی کوي.»
نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.
د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان وړمه ورځ له اسوشېټېډ پريس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي و، که نړۍ د ایران مخنيوی ونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښلي، دې سره به د نړۍ اقتصاد ويجاړ او د تېلو په بيو کې به بې ساري لوړوالی راشي.
بن سلمان وړانديز کړی و، چې هېواد يې له ایران سره پوځي شخړه نه، بلکې سياسي جوړجاړی غواړي.
د يادونې وړ ده، چې د تېر سپتمبر مياشت په څوارلسمه د سعودي په جنوب کې د تېلو پر دوو چاڼځايونو بریدونه شوي وو، چې د دواړو چاڼځايونو د تېلو صادرات يې زيانمن کړي وو.
محمد بن سلمان دا برید حماقت بللی، چې له امله يې د نړۍ پنځه سلنه تېلو صادارت بند شوي دي.
د دغو بریدونو پړه د يمن حوثي ملېشو اخيستې وه، خو امریکا وايي، دا برید د ایران له خاورې د ایران په توغنديو شوی دی.
ایران د امریکا دا تورونه رد کړي او خبرداری يې ورکړی، که امریکا او يا هم سعودي پر ایران برید وکړ، دې سره به ټوله سيمې کې پراخې جګړې پيل شي.


د مطلب کود: 192387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192387/سعودي-ولسمشر-روحاني-ته-سوله-ييز-پيغامونه-رالېږلي

آوا
  https://www.avapress.com