د پروان ولایت چارواکي: طالبانو د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د خلاصون ژمنه راکړې
د پروان ولایت چارواکي:
طالبانو د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د خلاصون ژمنه راکړې
9 میزان 1398 ساعت 12:22
د پروان ولایت چارواکي: طالبانو د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د خلاصون ژمنه راکړې
د پروان ولایت حکومتي چارواکي وایي، طالبانو ورته د ټاکنو کمېسیون د هغو کارکوونکو د خلاصون وعده ورکړې، چې څو ورځې وړاندې يې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي وو.
د پروان ولایت د پولیسو ویاند «محفوظ ولي زاده» وايي « تېره ورځ ۲۵ تنه سپین ږیري او قومي مشران طالبانو ته ورغلي وو او هغوی وعده ورکړې وه، چې تر راتلونکې جمعې ورځې پورې به د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي خلاصوي».
د ولي زاده په قول « موږ له دې امله چې د کمېسیون کارکوونکو ته زیان ونه رسېږي؛ له نظامي لارې کار نه دی اخستی».
نوموړي په پای کې ګواښ وکړ، که طالبان د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي خلاص نکړي دوی به له نظامي لارې کار واخلي.
یاده دې وي، چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې په پروان ولایت کې د یوه ټاکنیز مرکز له کارکوونکو سره یې اړیکه شلېدلې او ډېره شونې ده ، چې هغوی د ې د طالبانو لاس ته ورغلي وي.
طالبانو په رسمي ډول تر دې دمه ددې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.
د مطلب کود: 192388