دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 192390
لوګر: دوه امریکايي عسکر د طالبانو په کمين کې وژل شوي
لوګر: دوه امریکايي عسکر د طالبانو په کمين کې وژل شوي
د لوګر مرکز ته څېرمه طالب سرتېرو دوه امریکايي عسکر هغه مهال ووژل، چې د دوی پر کمین ور برابر شول.
 
طالبان وايي، ملګرو يې دغه دوه بهرني عسکر تېره ورځ سهار مهال په عیسی خېلو سیمه کې وژلي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، وژل شوي عسکر د امبولانس چورلکو په وسیله له سیمې ایستل شوي او د څو نورو ټپي شویو هغو په اړه دقیق معلومات نه لري.
د غوڅ ملاتړ ماموریت په نوم دلته مېشتو بهرنیانو لا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
که څه
هم له امریکا سره د کابل د شوي تړون پر اساس هغوی یوازې د جګړې لپاره د افغان عسکرو د روزنې، تمویل او مشورې دنده پر غاړه لري، خو له دې سره سره مستقیماً په هوايي، شپنیو او ځمکنیو عملیاتو کې د جګړې لومړۍ کرښو کې هم لیدل کېږي.
طالبانو هم په خپره کړې خبرپاڼه کې زیاته کړې: «پاته دي نه وي چې د هیواد په ټولو برخو کې وحشي اشغالګر د مجاهدینو لخوا د لومړي هدف په توګه تر لویو او وړو بریدونو لاندې دي.»
تر دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو ظاهراً کابل کې د خپلو عسکرو مرګ‌ژوبله د دې علت وبلله، چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې په وروستیو شېبو کې ودروي.
 
https://avapress.com/vdcjh8evyuqehtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته