دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 192393
طالبان: اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې ده
طالبانو يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسيږي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له منځه ولاړ شي. په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د افغانستان اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې او زياتوي، چې کوم پردي پال د سولې د مخينوي لپاره د شګو بندونه جوړوي، دا بندونه به د ولسي غوښتونې مخه ونه شي نیولی.
طالبانو يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسيږي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له منځه ولاړ شي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د افغانستان اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې او زياتوي، چې کوم پردي پال د سولې د مخينوي لپاره د شګو بندونه جوړوي، دا بندونه به د ولسي غوښتونې مخه ونه شي نیولی.
ښاغلي شاهين په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېر سپتمبر
مياشت په اوومه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې او تور يې لګولی و، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امریکايي عسکر وژلی دی.
ښايي د سهيل شاهين د څرګندونو اشاره د افغانستان سولې په اړه د امریکا او طالبانو درېدلو خبرو ته وي، چې کېدای شي، دا خبرې په لنډ وخت کې بېرته پيل شي.
دا شونتيا هم شته، چې د سهيل شاهين د ټويټرپيغام اشاره په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هغو څرګندونو ته ويلي، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې جګړې ته دوام ورکړي او طالبان به د جګړې په ډګر کې مات کړي.
https://avapress.com/vdccoiqs12bqo18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته