دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۰
د مطلب کود : 192400
څلور پاکستانی تروریستان د ملی امنیت له لوری په خوست کې ووژل شو
هیواد ملی امنیت عمومی ریاست اعلان وکړ چی څلور تنه پاکستانی تروریستان د ملی امنیت ځواکونو له لوری په خوست کې وژل شوی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا تروریستان د ملی امنیت عمومی ریاست خاصو قطعاتو ځواکونو له لوری په یو مخامخ نښته کې د خوست ولایت تنی ولسوالی مربوطه سیمو کې ووژل شو.

د سرچینی معلوماتو په اساس، پآکستانی څلور تنو شبکه د دیورند فرضی کرښی هغه لوری څخه خوست ولایت تنی ولسوالی ته ننوتی وو، غوښتل چی د یو سراچه موتر په واسطه مسلحانه بریدونه د امنیتی ځواکونو پر پوستو باندی ترسره کړی.

حکمت الله د سلطان محمد زوی، ګل سایر خان داسلم خان زوی، راهب الله د خبیادین زوی او سور قاری چی هغه شهرت نه تثبیت شوی د هغه کسانو څخه دی چی له منځه وړل شوی دی.

همدارنګه ددی تروریستانو څخه دری میله کلاشینکوف، دوه قبضه لاسی بمونه، یو پآیه مخابره، یو موتر او نظامی وسایط هم ملی امنیت لاس ته ورغلی دی.

https://avapress.com/vdcbg5b8grhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته