کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عارف ‌خان نورزی په مشرۍ قومی مخورو د کندهار والی سره وکتل

10 میزان 1398 ساعت 10:32

په ولسی ‌جرګه کښی د کندهار د خلکو استازی عارف ‌خان نورزی په مشرۍ یو شمېر قومی مخورو د کندهار والی حیات‌الله حیات سره وکتل.


په دې لیدنه کښی د نورزو قومی شورا د پوهنی په برخه کی د وروستیو اصلاحاتو، د ښار او ولسوالیو په کچه متوازن انکشاف، د بېلابېلو اقشارو د مشورتی بورډونو جوړولو، د ولس او ولایتی ادارې ترمنځ د نژدې اړیکو جوړولو په برخه کی د کندهار والی کړنی او فعالیتونه وستایل.

کندهار والی هم خبرو کی د دوی له ورتګ څخه مننه وکړه او وې ویل، ټولنیز سمون، متوازن انکشاف او په بېلابېلو برخو کښی ولسونو ته خدمات وړاندی کول د ولایتی ادارې له کاری لومړیتوبونو دی.

کندهار والی یادونه وکړه؛ راتګ یې د خدمت په موخه او تغیرات یې د اصلاحاتو په موخه دی؛ ځکه خو هڅه کوی، چی د مشورتی بورډونو، نژدې ولسی اړیکو، همغږیو، همکاریو او ملاتړ په مرسته خپلو اصلاحی پلانونو ته عملی جنبه ورکړې ده.

نوموړی دغه راز د سرتاسری امنیت، اړینو اسانتیاوو او ټولنیزو اصلاحاتو په برخه کښی د ګټورو پلانونو په اړه هم مشرانو ته معلومات ورکړل او له دوی څخه یې د ولسی همکارۍ او ملاتړ غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 192431

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192431/د-عارف-خان-نورزی-په-مشرۍ-قومی-مخورو-کندهار-والی-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com