دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 192432
د ملالۍ میوندۍ مقبره بیارغول کېږی
د انجینر شریفی په مشرۍ دجمهوری ریاست څخه درې کسیزه د انجینرۍ او مهندسۍ ټیم راورسید او په ولایت مقام کی یې دکندهار والی حیات‌الله حیات سره وکتل. په دې لیدنه کښی شریفی وویل؛ د جمهوری ریاست په لارښوونه یې کندهار ته سفر کړی، څو د ملالۍ میوندۍ د مقبرې د جوړېدو سروې وکړی.
د انجینر شریفی په مشرۍ دجمهوری ریاست څخه درې کسیزه د انجینرۍ او مهندسۍ ټیم راورسید او په ولایت مقام کی یې دکندهار والی حیات‌الله حیات سره وکتل.
په دې لیدنه کښی شریفی وویل؛ د جمهوری ریاست په لارښوونه یې کندهار ته سفر کړی، څو د ملالۍ میوندۍ د مقبرې د جوړېدو سروې وکړی.
شریفی زیاته کړه؛ د دغی مقبرې د بیارغونی چاری به د تاریخی قدامت ساتلو ترڅنګ د معمارۍ د فنونو مطابق پیل سی؛ څو له یوې خوا تاریخی ارزښت
وساتل سی او له بل پلوه مقبره له ویجاړیدو ساتل سوې وی.
کندهار والی حیات‌الله حیات د ملالۍ میوندۍ د مزار د بیارغولو لپاره د پلاوی په راتګ خوښی څرګنده کړه او د جمهوری ریاست دغه اقدام یې د ملی ارزښتونو د خوندیتوب په برخه کښی موثر ګام وباله.
والی زیاته کړه؛ ملاله میوندۍ د هیواد د زرین تاریخ یوه نه تکراریدونکې څیره ده او پر ولسونو یې ږغ وکړ، چی د پوهی او قلم په مرسته دی د ملالۍ میوندۍ پر پله، پل کښیږدی او راغلی پلاوی ته یې په یاده برخه کی د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdcgwx9qxak9yt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته