کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رايې اچونې بهیر ته د افغانانو وردانګل د ستایلو وړ دي

10 میزان 1398 ساعت 10:47

رايې اچونې بهیر ته د افغانانو وردانګل د ستایلو وړ دي


د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وزیر مايک پمپېو د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګدون وستايه.
ښاغلي پمپېو پر خپل ټویټړ پاڼه لیکلي، ” مونږ د افغان وګړو او افغان امنیتي ځواکونو دا مېړانه ستایو چې، د ټاکنو پر ورځ د رایو مرکزونو ته ولاړل او خپله رایه یې وکاروله، او همداسې د افغان ځواکونو مېړانه چې د ټاکنو د امنیت چارې ښي ترسره کړې”.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او شکایاتو کمېسیون څخه وغوښتل چې د ټاکنو شکایتون ته ورسېږي، او په ټوله کې ړنې او عادلانه پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو شکایاتو کمېسیون په وینا تر اوسه دوه زره ۲۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي، د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د ( تلې شپږمه ) هېواد کې ترسره شوې، چې له هغه ورسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې اسناد لاس پر لاس کیږي چې پکې د درغلیو ښکارندويي کوي، ځینې نوماندان هم ټاکنو کې له درغلو اندېښمن دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتون کمېسیون خلکو ته او نوماندانو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ ډول درغلي به ترسره نشي او یوازې هغه رايې د منلو وړ دي چې بایومټریک کې ثبت شوې دي.


د مطلب کود: 192434

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192434/رايې-اچونې-بهیر-ته-د-افغانانو-وردانګل-ستایلو-وړ-دي

آوا
  https://www.avapress.com