دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۷
د مطلب کود : 192434
رايې اچونې بهیر ته د افغانانو وردانګل د ستایلو وړ دي
رايې اچونې بهیر ته د افغانانو وردانګل د ستایلو وړ دي
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وزیر مايک پمپېو د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو ګدون وستايه.
ښاغلي پمپېو پر خپل ټویټړ پاڼه لیکلي، ” مونږ د افغان وګړو او افغان امنیتي ځواکونو دا مېړانه ستایو چې، د ټاکنو پر ورځ د رایو مرکزونو ته ولاړل او خپله رایه یې وکاروله، او همداسې د افغان ځواکونو مېړانه چې د ټاکنو د امنیت چارې ښي ترسره کړې”.
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر د ټاکنو له خپلواک کمېسیون او شکایاتو کمېسیون څخه وغوښتل چې
د ټاکنو شکایتون ته ورسېږي، او په ټوله کې ړنې او عادلانه پایلې اعلان کړي.
د ټاکنو شکایاتو کمېسیون په وینا تر اوسه دوه زره ۲۷۵ شکایتونه ثبت شوي دي، د افغانستان د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزې ټاکنې د ( تلې شپږمه ) هېواد کې ترسره شوې، چې له هغه ورسته په ټولنیزو رسنیو کې داسې اسناد لاس پر لاس کیږي چې پکې د درغلیو ښکارندويي کوي، ځینې نوماندان هم ټاکنو کې له درغلو اندېښمن دي، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د شکایتون کمېسیون خلکو ته او نوماندانو ته ډاډ ورکوي چې هېڅ ډول درغلي به ترسره نشي او یوازې هغه رايې د منلو وړ دي چې بایومټریک کې ثبت شوې دي.
https://avapress.com/vdcipraz5t1a352.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته