دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 192435
ټاکڼې دویم پړاو ته ځي
ولسمشر ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل وايي، ټاکڼې دویم پړاو ته ځي، او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ورته چمتووالی ونیسي.
ولسمشر ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل وايي، ټاکڼې دویم پړاو ته ځي، او د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ورته چمتووالی ونیسي.
ښاغلي نبیل په یوې خبرې ناسته کې د ټاکنو په تړاو خبرې وکړې، او له خکلو یې ټاکنو کې د ګډون په خاطر مننه وکړه، ښاغلي نبیل له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم مننه وکړه او د هغوی لاسته راوړنې یې وستایلې.
ښاغلي نبیل له مطبوعاتو او ناظر بنسنونو هم مننه وکړه، خو د خلکو پیکه ګډون ورته د اندېښنې وړ دی،هغه د خلکو کم رنګه ګډون، د ملي وحدت  حکومت مشرانو ته یوه ناکامي وبلله، هغه وویل، ټول والیان، امنیه قومندانان او مافیا  د ملي وحدت حکومت د ټیمونو په ګټه درغلي کړې، خو بیا هم د خلکو پیکه ګډون د ملی وحدت حکومت مشرانو پر مخ د خلکو ګوزار دی.
هغه وویل، په لومړي پړاو ټاکنو کې څوک نشي بریالی کېدای، ځکه د خلکو ګډون کم رنګه وو، هغه د  ټاکنو له دواړو کمېسیونونو وغوښتل تر څو دویم پړاو ته چمتووالی ونیسی. نبیل د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ، او د بحران د مخنیوي یوازینۍ لار يې رڼې ټاکنې یادې کړې.
د یادونی وړ ده چی وویل سی په دی انتخاباتو کی یوازی ۲۰ فی صده خلک رای ورکړی دی.
https://avapress.com/vdcjt8eviuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته