دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 192437
کابل او کندهار لویه لاره کې د غزنی دوه امنیتی مقام خپل ژوند له لاسه ورکړه
غزنی سیمه ییز چارواکې چی تیره ورځ د غزنی پولیس قوماندی ملکی معاون شهادت څخه میدان وردک مربوطه سیمو کې خبر ورکړی وو، نن هم په دی لویه لاره کې د طالبانو په لاس ددی قوماندی تخنیکی آمر وژل کیدو څخه خبر ورکړ.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره؛ عارف نوری د غزنی والی ویاند سه شنبه په ماښام د افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی مسلح طالبان د امان الله وردک په نامه د غزنی امنیه قوماندی تخنیکی آمر چی دوه ورځی مخکې د میدان وردک سالار په سیمه کې ګروګان نیولی وو، په شهادت ورسوله.
نوری همدارنګه خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی دی چی طالبان د میدان وردک په څو سیمو کې د کابل-کندهار لویی لاره په اوږدو کې تلاشیو دریدنځایونه رامنځته کړی دی.
تیره ورځ هم غزنی سیمه ییز چارواکې د میرزا حسین سروش د غزنی پولیس قوماندانی ملکی معاون مرګ څخه خبر ورکړی وو.
یادولو وړ دی چی طالبان ډير ځلې دولتی چارواکې په مواصلاتی لارو کې بالخصوص د کابل-کندهار په لویه لاره کې د موټرونو څخه کښته کړی او وروسته په قتل رسولی دی.
 
https://avapress.com/vdcbf5b8zrhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته