کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل او کندهار لویه لاره کې د غزنی دوه امنیتی مقام خپل ژوند له لاسه ورکړه

10 میزان 1398 ساعت 11:04

غزنی سیمه ییز چارواکې چی تیره ورځ د غزنی پولیس قوماندی ملکی معاون شهادت څخه میدان وردک مربوطه سیمو کې خبر ورکړی وو، نن هم په دی لویه لاره کې د طالبانو په لاس ددی قوماندی تخنیکی آمر وژل کیدو څخه خبر ورکړ.



 
د آوا په ګزارش سره؛ عارف نوری د غزنی والی ویاند سه شنبه په ماښام د آوا خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی مسلح طالبان د امان الله وردک په نامه د غزنی امنیه قوماندی تخنیکی آمر چی دوه ورځی مخکې د میدان وردک سالار په سیمه کې ګروګان نیولی وو، په شهادت ورسوله.
نوری همدارنګه خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلی دی چی طالبان د میدان وردک په څو سیمو کې د کابل-کندهار لویی لاره په اوږدو کې تلاشیو دریدنځایونه رامنځته کړی دی.
تیره ورځ هم غزنی سیمه ییز چارواکې د میرزا حسین سروش د غزنی پولیس قوماندانی ملکی معاون مرګ څخه خبر ورکړی وو.
یادولو وړ دی چی طالبان ډير ځلې دولتی چارواکې په مواصلاتی لارو کې بالخصوص د کابل-کندهار په لویه لاره کې د موټرونو څخه کښته کړی او وروسته په قتل رسولی دی.
 


د مطلب کود: 192437

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192437/کابل-او-کندهار-لویه-لاره-کې-د-غزنی-دوه-امنیتی-مقام-خپل-ژوند-له-لاسه-ورکړه

آوا
  https://www.avapress.com