دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 192438
خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو کار بنديز ناروغان له کړاوونو سره مخ کړي
خیبر پښتونخوا کې د ډاکټرانو کار بنديز ناروغان له کړاوونو سره مخ کړي
د خیبرپښتونخوا په مرکز پېښور او ټولو سترو ښارونو کې ډاکټرانو له تېرې يوې اونۍ راهيسې کاري بنديز پيل کړی او له تېرې ورځې راهيسې يې په شخصي کلينیکونو کې کارونه بند کړي دي.
د پېښور درې ستر دولتي روغتونونو «ليډي ريډينګ» « خيبر ټيچينګ “شېرپاو”» او «حيات اباد ميډيکل کمپلکس» سربېره د خیبر پښتونخوا ټولو ډاکټرانو د ايالتي حکومت له لوري د اصلاحاتو په نوم نوي قانون سره د مخالفت له امله کاري بنديزونه پيل کړي دي.
له تېرې يوې اونۍ راهيسې په دې لاريونونو کې د پوليسو او ډاکټرانو ترمنځ اخ وډب کې لسګونه ډاکټران ټپيان شوي، لسګونه نور بنديان دي او له تېرې ورځې راهيسې ډاکټرانو په شخصي کلينيکونو کې هم د ناروغانو کتل بند کړي دي.
د حکومت له لوري د اصلاحاتو نوي قانون کې څه دي؟
د خیبر پښتونخوا ايالتي حکومت د روغتيا وزير هشام انعام الله وايي، پاکستان يو بې وزله هېواد دی، نه شي کولی، چې ناروغانو ته د وړيا درملنې او د ډاکټرانو اسانتيا برابره کړي او له همدې امله حکومت پرېکړه کړې، چې د دولتي روغتونونو ځينې برخې شخصي سوداګرو
ته په قراردادونو ورکړي، همدارنګه د ډاکټرانو د کار موده بايد د تقاعد پر ځای د درې کالو قرارداد له مخې وي او تر هغه وروسته به بل قرارداد کيږي او بله مهمه خبره په کې دا ده، چې د هرې سېمې اوسېدونکي ډاکټران بايد په خپله پلرنۍ سيمه کې دنده ترسره  کړي.
د ډاکټرانو اتحاديه وايي، حکومت له دوی سره ژمنه کړې وه، چې د نوي قانون له تصويب وړاندې به له دوی سره مشوره کيږي، خو حکومت د دوی له مشورې پرته داسې قانون تصويب کړی، چې منل يې د ډاکټرانو او ناروغانو په زيان دي.
له همدې امله ډاکټرانو په ټولو دولتي او شخصي کلينيکونو کې کاربنديز پيل کړی او يوازې د بيړنيو ناروغانو درملنه کوي.
د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر سراج الاسلام خبرداری ورکړی، که حکومت د دوی غوښتنې ونه مني، په بيړنيو خونو کې به هم د ناروغانو درملنه بنده کړي او پړه به يې د حکومت پر غاړه وي.
خو د خیبر پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي ويلي، احتجاج کوونکي ډاکټران لږ دي او هېڅکله به يې حکومت غوښتنې ونه مني.
که د حکومت او ډاکټرانو ترمنځ شته جنجال حل نه شي، دې سره به د خیبرپښتونخوا سربېره له افغانستانه ورتلونکي زرګونه ناروغان له سختو کړاوونو سره مخ شي او کېدای شي ډېر ناروغان خپل ژوند هم له لاسه ورکړي.
https://avapress.com/vdcc1iqs42bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته