کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي

10 میزان 1398 ساعت 11:13


د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري به یو لوړ پوړی پلاوی د اکتوبر پر دوهمه په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.
سهیل شاهین ویلي چې دا د روسیې، ایران او چین وروسته ددوی څلورم رسمي سفر دی چې د سیمې هیوادونو ته یې کوي.
د یادونې وړ ده چې  د پاکستان یوه خصوصي تلویزون اې آر وای خبر ورکړی وو چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته رسیدلی دی او تمه یې ښودلې وه چې د ځینو جګپوړو پاکستاني دولتي او پوځي چارواکو سره به د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه مالومه نه ده چې د طالبانو پلاوی او زلمی خلیلزاد به په اسلام اباد کې سره مخ سي او کنه، دواړو خواوو په دې اړه تر اوسه رسما څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان حکومت تر اوسه رسما د خلیلزاد او طالبانو دسفر په اړه خبر ورکړی دی.
باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندي د ملا برادر اخند په مشري یو پلاوی چین ته تللی وو او د هغه تر مخه د سیاسي دفتر دوه جګپوړي پلاوي ایران او روسیې ته هم تللي وه.
د خلیلزاد په اړه ویل کیږي چې هغه هم د چین څخه وروسته اسلام اباد ته سفر کړی دی او دهغه تر مخه یې د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر او یو شمیر نورو هیوادونو د جګپوړو مشرانو سره لیدلي وه.
باید وویل شي چې د ټرمپ له لوري د طالبانو سره د نهايي شویو مذاکراتو لغوه کېدو وروسته دا د مذاکراتو د بیا پیل پر لور لومړی قدم بلل کیږي، ددې تر مخه د روسیې په شمول ځینو هیوادونو خبر ورکړی وو چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې کیدای سي ژر پیل شي.


د مطلب کود: 192440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192440/د-ملا-برادر-اخند-په-مشري-طالبانو-پلاوی-اسلام-اباد-ته-سفر-کوي

آوا
  https://www.avapress.com