دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 192442
کندهار والی د سوداګرۍ خونی له نوی ټاکل سوی رهبری هیئت سره وکتل
په همدې موخه  کندهار والی حیات‌الله حیات او کندهار ښاروال انجینر رفیع حیات په سوداګرۍ خونه کی له نوی ټاکل سوی رهبری هیئت سره تعرفی غونډه درلوده.
دغونډی په پیل کښی د سودا ګرۍ خونی رئیس حاجی نصرالله زهیر د کندهار والی څخه مننه وکړه، چی د سوداګرو د ستونزو حلولو او اسانتیاوو برابرولو په برخه کی یې د دوی ستونزې له اړوندو ادارو سره شریکی کړی دی.
نوموړی وویل؛ د کندهار اقتصادی پرمختګ او د عواید د ډېرېدو په موخه دی په میاشت کښی یو ځل د کندهار والی په مشرۍ د ښاروال، ګمرک رئیس او مستوفی سره غونډه تنظیم سی، څو په ګډه د سوداګرۍ په پیاوړتیا او عواید اړوند ستونزو ته لاسرسی وسی.
ښاغلی زهیر دغه راز د کندهار والی څخه غوښتنه وکړه، چی د سوداګرو اړوند ستونزی دی له جمهوری ریاست، مالیې او تجارت وزارتونو سره شریکې کړی، څو په سیمه کښی منظمه سوداګریزه تګلاره عملی او د سوداګرو په فعالیتونو او لاسته ‌راوړنو کښی د پام وړ بدلون رامنځته سی او دغه راز یې د باغ پل له لارې د اضافه بار موټرانو د مخنیوی غوښتنه هم وکړه.
وروسته کندهار والی حیات الله حیات خبری وکړې او لومړی یې ډاډ وړاندی کړ، چی قانونی به د اضافه بار موټرانو مخه نیسی، تر څو د ښار د سړکانو د تخریب مخه نیول سوې وی.
کندهار والی حیات‌الله حیات د خپلو خبرو پر مهال د سوداګرو مننه وکړه، چی د احمدشاهی جادې د رغولو ترڅنګ یې په اکثره ترمیمی او رغنیزو چارو کښی له ولایتی ادارې سره همکاری کړې ده.
نوموړی د غازی امان ‌الله خان د وخت هوایی ډګر څخه د ملی موزیم د جوړېدو زیری هم وړاندی کړ او زیاته یې کړه؛ د ملی او سیمه‌ییزو ارزښتمنو تاریخی ځایونو بیاترمیم او نوی جوړښت د مرکزی او ولایتی ادارو د عصری پرمختیایی پلانونو له جملې څخه دی.
حیات یادونه وکړه؛ چی ډیر ژر به د کندهار پر زوړ قول اردو ماسټر پلان عملی سی او په نژدې راتلونکې کښی به ملی پارک او زرغونه ساحه سی.
کندهار والی ډاډ څرګند کړ، چی مرکزی اداره به د ولایت په کچه پوره همکاری کوی، څو د سوداګرو لپاره د پراخو سوداګریزو اړیکو او اقتصادی پرمختګ زمینه برابره کړی او د دوه اړخیزه همکاریو غوښتنه یې وکړه.
https://avapress.com/vdchkinzi23nwkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته