کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی کې تیرو ۴۰ ورځو کې ۲۳۴ تنه طالبان وژل شوی

10 میزان 1398 ساعت 12:06

غزنی سیمه ییز چارواکې خبر ورکوی چی تیرو ۴۰ ورځو کې طالبانو ته سخت تلفات اوښتی دی.


د آوا په ګزارش سره، عارف نوری، د غزنی والی ویاند نن چهارشنبه(۱۰ میزان) آوا خبرنګار ته وویل چی نږدی تیرو ۴۰ ورځو کې، ۲۳۴ تنه طالب وسله وال د هوایی بریدونو او عملیاتونو په ترڅ کې غزنی بیلابیلو سیمو کې وژل شوی دی.
نوری زیاته کړه چی په دی وژل شویو کې ۲۷ تنه طالبانو قوماندانان د طالبانو نهاد نومول شوی والی په ګډون غزنی لپاره او همدارنګه ۴۸ پاکستانیان شامل دی.
د نوری په وینا، په دی مده کې یواځي ۱۰ تنه امنیتی ځواکونه او ۱۶ تنه غیری نظامیان هم شهید او ټپیان شوی دی.
طالبان تراوسه ددی ګزارش په اړه څه نه دی ویلی.
 


د مطلب کود: 192446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192446/غزنی-کې-تیرو-۴۰-ورځو-۲۳۴-تنه-طالبان-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com