د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو ښکته پورته کېږي ویلي: «دوستان وايي چې د ټاکنو کمېسیون رییسې ویلي چې له بایومټریک پرته رایې نه شمېرل کېږي، پر پلار به یې وشمېرم»
د مشرانو جرګې رییس فضلهادي مسلمیار په یوه ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو ښکته پورته کېږي ویلي: «دوستان وايي چې د ټاکنو کمېسیون رییسې ویلي چې له بایومټریک پرته رایې نه شمېرل کېږي، پر پلار به یې وشمېرم» په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم اېزدیار وايي، ټاکنیز کمېسیونونه باید تورې رایې له سپینو هغو بېلې کړي او یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حواعلم نورستانۍ پرون اعلان وکړ چې له بایومټریک پرته رایې د باور وړ نه دي او باطلې به شي. د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ټاکنو کمېسیون باید یوازې هغه رایې وشمېري چې بایومټریک شوې دي. د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه داسې مهال وشوې چې وسلهوالو طالبانو د ټاکنیزو مرکزونو د نښه کولو ګواښ کړی و. په همدې حال کې د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمدعلم اېزدیار وايي، ټاکنیز کمېسیونونه باید تورې رایې له سپینو هغو بېلې کړي او یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حواعلم نورستانۍ پرون اعلان وکړ چې له بایومټریک پرته رایې د باور وړ نه دي او باطلې به شي. د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله هم ویلي چې د ټاکنو کمېسیون باید یوازې هغه رایې وشمېري چې بایومټریک شوې دي. د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه داسې مهال وشوې چې وسلهوالو طالبانو د ټاکنیزو مرکزونو د نښه کولو ګواښ کړی و.