دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 192453
د نبیل ځواب مسلمیار ته: شک لرم چې افغاني تذکره به لرې کنه؟
مسلمان یار نن د جرګې غونډه کې ویلي چې بې بایومټریکه کارول شوې رایې به پر کمیسیون په زرو شماري، خو رحمت الله نبیل وایي شک لري چې مسلمار به د افغانستان تابعیت ولري.
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند، رحمت الله نبیل د مشرانو جرګې د مشر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود.

مسلمان یار نن د جرګې غونډه کې ویلي چې بې بایومټریکه کارول شوې رایې به پر کمیسیون په زرو شماري، خو رحمت الله نبیل وایي شک لري چې مسلمار به د افغانستان تابعیت ولري.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وړاندې ویلي و چې په تیرو ولسمشریزو ټاکنو
کې بې بایومټریکه کارول شوي رایې ورته د منلو نه دي.


نبیل وویل که څه هم ولسمشر د قانون ماتوونکو پر وړاندې د مبارزې شعارونه ورکوي، خو مسلمیار چې د همدې ټیم غړی دی د قانون پر وړاندې خبرې کوي.

هغه وویل دا ډير شرم دی چې د مشرانو جرګې مشر د هیواد ملي مسایلو پر وړاندې داسې بې باکانه خبرې کوي.

همداشان د ولسمشر سیال ټیم ثبات او همپالنه هم د بې بایومټریکه رایو د بیلولو غوښتنه کړې.

رحمت نبیل چې نن یې کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې همداشان وویل د ټاکنو کمیسیون له اعلان وړاندې د بریا دعوه کول له قانونه سرغړونه ده او دا کمیسیون دی چې د ټاکنو ګټونکی او بایلونکی به اعلانوي.

نبیل همداشان زیاته کړه چې دغو ټاکنو کې که څه هم زیاتې درغلۍ شوي دي، خو بیا هم هیڅوک پکې ګټونکی
نه دی او باید چې ټاکنې دویم پړاو کې ترسره شي.


ده همداشان زیاته کړه یوه رایه هم چې له بایومټریک پرته کارول شوي وي، ورته د منلو نه ده.

نبیل د ټاکنو کمیسیون له مشرانو هیله وکړه چې خپله ریښتینولي وښیي او د ټاکنو پر بهیر د خلکو له لاسه وتلی باور بیا ترلاسه کړي.

ښاغلي نبیل همداشان وویل له وړاندې نه د بریا ادعا افغانستان د بحران پر لوري ټيل وهي.

دا په داسې حال کې دي چې د دولت ساز او ثبات او همپالنې دواړه ټیمونه له وړاندې نه د بریا ادعاوې کړي دي.
https://avapress.com/vdcji8evtuqehxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته