کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډيپلوماټ مجله: امریکا د افغانستان په نه ختمېدونکې جګړه کې ښکيل ده

10 میزان 1398 ساعت 14:05

«ډيپلوماټ» مجلې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې په اړه ليکلي، چې د هر ډول فشارونو، جګړو او لګښتونو سربېره اتلس کاله وروسته هم په افغانستان کې جګړه روانه ده.


«ډيپلوماټ» مجلې په افغانستان کې د امریکا د اتلس کلنې جګړې په اړه ليکلي، چې د هر ډول فشارونو، جګړو او لګښتونو سربېره اتلس کاله وروسته هم په افغانستان کې جګړه روانه ده.
«ډيپلوماټ» په يوه اوږده مقاله کې ليکلي، امریکايي عسکر له تېرو اتلسو کلونو راهيسې په داسې جګړه کې ښکېل دي، چې امریکا لپاره له مالي او ځاني پلوه درانه زيانونه لري او د پای څرک يې نه ښکاري.
مجله زياتوي، د تېر سپټمبر مياشت کې د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه شوې او ورسره جګړو زور واخيست.
د «ډيپلوماټ» په وينا د دغو جګړو ډېری قربانيان ملکي وګړي دي.
مجلې ټينګار کړی، چې د افغانستان جګړه د زور له لارې نه ګټل کيږي او بايد امریکا له طالبانو سره بېرته د سولې خبرې پيل او روانه جګړه له سوله‌ييزو لارو پای ته ورسوي.
ډيپلوماټ مجلې دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له روسي او چينايي چارواکو سره له ليدو وروسته تېره شپه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی.
پاکستاني رسنۍ وايي، خلیلزاد به نن له پاکستاني چارواکو سره د سولې خبرو د بيا پيلېدو په اړه خبرې وکړي او د طالبانو د سياسي دفتر پلاوی به هم اسلام اباد ته سفر وکړي.
د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهیل شاهين ويلي، د طالبانو سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ لوړپوړی پلاوی نن د اکتوبر په ۲مه اسلام اباد ته ځي، هلته به له پاکستاني چارواکو سره په يو شمېر موضوعاتو خبرې وکړي.
ښاغلي شاهين په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي، خو په ظاهره داسې ښکاري، چې د سفر اجنډا به د سولې موضوع وي.


د مطلب کود: 192454

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/192454/ډيپلوماټ-مجله-امریکا-د-افغانستان-په-نه-ختمېدونکې-جګړه-کې-ښکيل-ده

آوا
  https://www.avapress.com