دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 192455
ګلبدین حکمتیار: غیر بایومټریک شوې رایې نه منو
د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، د ټاکنو پایلې هغه وخت ورته د منلو وړ دي، که د ټاکنو کمېسیون یوازې بایومټریک شوې رایې وشمېري.
د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو یو تن نوماند «ګلبدین حکمتیار» وایي، د ټاکنو پایلې هغه وخت ورته د منلو وړ دي، که د ټاکنو کمېسیون یوازې بایومټریک شوې رایې وشمېري.
حکمتیار وویل «د افغانستان موجوده حکومت په خپل ټول توان د دولت ساز ټیم په ملاتړ کمپاین کاوه، په ولایتونو کې امنیه قومندانانو په شمول والیانو او نور دولتي چارواکي د دولت ساز ټیم غړي او کمپاینران وو او په داسې حال کې چې زموږ په کمپایني ناستو باندې بریدونه کېدل یو شمېر کاندیدان په الوتکو کې ګرځېدل او بدرګه کېدل».
نوموړي زیاته کړه « د ټاکنو کمېسیون دې خپل مسؤولیت ادا کړي،  د رایه ورکوونکو سمه شمېره دې اعلان کړي،  یوازي بایومیټرک رایې دې وحسابي او نورې رایې دې باطلې اعلان کړي.»
د حکمتیار په قول« د پارلماني انتخاباتو کمشنران ځکه له دندې وشړل شول او په مختلفونو تورونو تورن شول، تر
څو د ولسمشریزو ټاکنو کمشنران وویروي، خو هغوی باید دغه ویره د هیواد په خاطر صرف نظر کړي.
د نوموړي په خبره،  له خپل کمپاین او ټیم څخه راضي او خوښ دی، کوم هدف چې تر لاسه کول یې غوښتل، هغه یې تر لاسه کړی دی او په دوه میاشتو کې يې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې ۵۰ غونډې کړي او ۸۰ انتخاباتې ناستې يې کړي دي، چې تر ټولو نورو ټیمونو منظمي او پر نفوسه وې.
حکمتیار  دې تر څنګ یاده کړه، چې عبدالله عبدالله او اشرف غني ورته د یو ځای کېدلو وړانديز کړی وو او له ۳۵-۴۵ سلنه منصبونو د ورکړې وعده یې هم کړې وه؛ خو نوموړي رد کړی «مونږ هغه وخت د دواړو ټیمونو ته وویل چې په دوه شرطونو باندي موافقه کوم چې هغه کې یو هم د تذکرو څخه د سټیکر شرط حذفول او همداسي ریاستي نظام په پارلمانې بدلول دي چې په هغه کې به لومړی وزیر ټول تنفیذي صلاحیتونه لري.»
نوموړي د اشرف غني په مشرۍ دولت ساز ټیم تورن کړ، چې د انتخاباتو د امنیت په پلمه يې دوه زره افغانان ووژل، چې اکثریت یې ملکي وګړي وو.
https://avapress.com/vdcbs5b8srhb9ap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته