دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 192456
پدرام: امریکا غواړي خپل کس د انتخاباتو په نامه پر افغانانو وتپي
ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند عبداللطیف پدرام وايي، امریکا غواړي چې د افغانستان ولسمشریز انتخابات خپل په ګټه تمام کړي، ځکه یې د انتخاباتو تر مخه د طالبانو سره د سولې خبره ګرمه کړې وه، او داسي یې ښکاره کوله چې ګواکي انتخابات به وځنډیږي او موقت حکومت به جوړ سي، خو بیا یې د انتخاباتو تر نیټې دوه اونۍ وړاندي د سولې خبرې لغوه کړې.

نوموړي د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان سره په خیانت تورن کړ او وې ویل چې ټوله سیاست یې د امریکا لپاره او همداسي په افغانستان کې د خپلو «مزدورانو» لپاره په کار اچولی، تر څو یو ځل بیا پر افغانانو باندي خپل یو «مزدور او لاسپوڅی» وتپي.
پدرام وویل چې د انتخاباتو تر مخه د غني او امریکا تر منځ د سولې پر خبرو اختلاف هم شکلي او ددې لپاره وو چې اشرف غني د ولس پر وړاندي مستقل او ازاد وښيي او د هغه لپاره د افغانانو حمایت را جلب کړي خو په وینا یې په حقیقت کې دا ټول هسي سیاسي لوبه وه.
نوموړي چې د انتخاباتو په اړه خپل نظر په یوه خبرې کانفرانس کې څرګنداوه، وویل په انتخاباتو کې د خلکو د عدم دلچسپي یوه وجه همدا وه چې د انتخاباتو تر مخه غیر یقیني حالت وو، د سولې خبرې روانې وي او بیا د ټرمپ له لورې وځنډول شوې، او همداسي د طالبانو له لوري امنیتي ګواښ هم ددې لامل سو چې خلک په انتخاباتو کې ګډون ونه کړي.
پدرام وویل چې ولس نور د دوه مخکښو نوماندانو اشرف غني او ډاکټر عبدالله څخه ستړي سوي، ددوی له لوري پر پخوانیو وعدو وفا نه ده شوې، ځکه هم خلکو په انتخاباتو کې ګډون ونه کړ.
که څه هم د ټاکنو کمیسون ویلي چې په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمیر تر دوه نیم ملیونه رسیږي خو د کتونکو په باور په په دغو شمیرو کې مبالغه کیږي، ځکه چې په وینا یې دغه ټاکنې تر بل هر وخت په بیساري توګه کمرنګه وې.
https://avapress.com/vdccpiqse2bqo08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته